|
خيبر دره کې د اورپکو ضد عمليات پيل شول
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پا کستان پوځ په خيبر ايجنسۍ کې له افغانستان سره پر پوله د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي .
په دغو عملياتو کې له هوايي او ځمکني پوځ کار اخيستل کېږي . په سيمه کې يو حکومتي چارواکى طارق حيات وايي دغه عمليات به د امنيت تر ډاډمنېدو پورې روان وي . په پېښور کې يوه خبري کنفرانس ته ښاغلي حيات وويل چې تر دې مهاله په روانو عملياتو کې يو وسله وال وژل شوی دی . سيمه ييزو خلکو د دوو ماشومانو د وژل کېدو خبره هم ور کړی دی . ويل کېږي چې د عملياتو له امله د پېښور- تورخم لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده . تر دې وړاندې د دسمبر پر اوومه گڼ شمېر په وسلو ښه سمبال کسانو له پېښوره د باندې شاوخوا ١٠٠ هغه لارۍ وسوځولې چې په افغانستان کې يې د ناټو ځواکونو ته توکي لېږدول . پاکستاني پوليسو ژمنه کړې وه چې د بريد کوونکو پر ضد به عمليات کوي . څه موده وړاندې د پاکستان دغه لار د ناامنيو له امله تړلې وه . د خيبر دره په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتو لپاره تر ټولو مهمه بلل کېږي . تر دې وړاندې د تېر نومبر په مياشت کې وسله والو د خيبر غاښي په جلا جلا ځايونو کې ١٢ بار وړونکي موټر برمته کړي ول . عيني شاهدانو ويلي وه، چې په درېيو ګاډو کې وسلې هم وې، چې په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو ته لېږدول کېدې. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||