|
فيفا: د نوم ليکنې په دويم پړاو کې سرغړونې شوې
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنياد فيفا د نوم ليکنې په دويم پړاو کې د يو شمېر داسې سرغړونو يادونه کړې چې کولى شي
د راتلونکو ټاکنو روڼوالى تر پوښتنې لاندې راولي.
دوى وايي داسې شواهد او اسناد يې راغونډ کړي چې ښيې د نوم ليکنې دويم پړاو کې کم عمره کسانو ته د رايې ورکولو کارتونه ورکړل شوي او په ځينو ولايتونو کې يو تن څو کارتونه اخيستي دي . خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون دغه نيوکې ردوي وايي دا ډول پېښې د گوتو په شمار دي او د ټاکنو پر شفافيت هېڅ راز اغېز نه شي غوړولى . فيفا چې د افغانستان د ټاکنو بهير څاري دغه نيوکې د نوم ليکنې ددويم پړاو تر بشپړيدو وروسته کړي دي . دوى وايي تر سلو ډېر داسې شواهد يې تر گوتو کړي چې ښيې يو کس د رايې ورکولو دوه يا درې کارتونه اخيستي دي .
فيفا د نوم ليکنې په دويم پړاو کې د ښځو د کم گډون لامل په ځېنو ولايتونو کې د مرکزونو نشتوالى په گوته کړ. دوى د پکتيا ولايت د طوطاخيلو او احمدابا ولسوالۍ د بېلگې په توگه يادې کړې چې د ښځو لپاره يې د نوم ليکنې مرکزونه نه لرل . د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مسوول جانداد سپين غر بي بي سي ته وويل نوم ليکنه کې دا ډول نيمگړتياوې کولى شي د راتلونکو ټاکنو روڼوالى تر پوښتنې لاندې راولي. خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند ذکريا بارکزى وايي فيفا چې په کومو مواردو نيوکه کړې هغه د گوتو په شمار دي او ټاکنو ته تاوان نه رسوي . د نوم ليکنې بهير به په څلورو پړاونو کې بشپړ شي ،تر دې دمه ددغه بهير دوه پړاوه د افغانستان په څلريشت ولايتونو کې ترسره شوي دي . د نوم ليکنې درېيم پړاو به يوه اوونۍ وروسته د ننگرهار، لغمان ، پکتيکا ، خوست زابل او فراه په ولايتونو کې پيل شي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||