BBCPashto.com

08:12 گرينويچ 2008 ,21 نومبر

بي بي سي پښتو ټکى کام

په پاکستان کې مرگونې چاودنه

پوليس وايي چې لږ تر لږه پنځه تنه د پاکستان په شمال لويديزه برخه کې د يوه شيعه روحاني په جنازه کې د چاودنې له امله وژل شوي دي.

رپوټونه وايي چې گڼ شمېر نور د چاودنې له امله چې په دېره اسمعيل خان کې شوې ټپيان شوي هم دي.

په دېره اسمعيل خان کې د شيعه گانو او سنيانو ترمنځ تاوتريخوالي له پخوا موجود دي.

د ځايي پوليسو يوه چارواکي خورشيد خان اې اف پي آژانس ته وويل چې د يوه شيعه روحاني جنازه د هديرې په لورې وړل کېده چې يوه زوروره چاودنه وشوه.

د سيمې د مرکزي دولتي روغتون يوه ډاکټر عاشق سليم بي بي سي ته وويل چې لږ تر لږه پنځه تنه په دغه بريد کې وژل شوي دي.

جنازه د هغه شيعه روحاني وه چې د پنجشنبې په ورځ په هغه پېښه کې چې پوليسو فرقه يي تاوتريخوالى بللى وژل شوى وو.