10:55 گرينويچ 2008 ,21 نومبر
جعفر هاند
له کابله
ټاکل شوې چې د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا يو لوړ پوړى پلاوى افغانستان ته راشي .
پلاوى به په افغانستان کې روان امنيتي حالت،بشري حقونه،حکومت کړنه او له دغه هېواد سره د نړيوالو شوې مرستې وارزوي .
په کابل کې د ملگرو ملتونو د ځانگړې استازۍ دفتر يوناما وايي که په يادوو شوو برخو کې د کوم بدلون اړتياوليدل شي پلاوى به يې وړانديز وکړي .
د ملگرو ملتونو د سرچينو له مخې د امنيت شورا دغه پلاوى به د راتلونکې اونۍ په ترڅ کې کابل ته را ورسيږې او د شاوخوا يوې اونۍ لپاره به دغلته پاتې شي .
ويل کېږي چې په دغه پلاوي کې د امنيت د شورا د يوشمېر لوړ پوړو چارواکو سربېره په کابل کې د متحده ايالتونوپخوانى سفېر زلمى خليلزاد هم شامل دى .
پلاوى به له افغان حکومت سره د نړيوالو له لورې دشوو مرستو،بشرې حقونواو روان امنيتي حالت جاج واخلي.
په کابل کې دملگرو ملتونو يوې وياندې نيلاب مبارزې بي بي سي ته وويل هيات به د افغان حکومت،يوناما،او ايساف سرتېرو ترمنځ دلا ښې همغږۍ په اړه هم له يادوو شوو خواوو سره خبرې وکړي .
هيات به په افغانستان کې د خوراکي توکو ستونزه او حکومت کونه هم وارزوي او په دغه هېواد کې به له کيدونکو ولسشمريزو ټاکنو څخه هم خپل ملاتړ اعلان کړي .
د ملگرو ملتونو امنيتي پلاوى هر کال افغانستان ته دا ډول سفر کوي .
د امنيت شورا استازي داسې مهال کابل ته راځي چې لاهم امنيتې ستونزې اود نشه يې توکو کرکيلې او قاچاق د افغان حکومت په وړاندې له سترو ننگونو څخه شمېرل کېږې .
په افغانستان کې د خوراکي توکو کمښت او روان ژمي ته په کتو، د هيواد لرو پرتو سيمو کې اړمنو خلکو ته د اړتيا وړ خوراکي موادو رسول بله لويه ننگونه بلل کېږي .