BBCPashto.com

11:23 گرينويچ 2008 ,20 نومبر

ستاسو غږ : د افغان کډوالو ستونزې

د افغان حکومت او د کډوالو لپاره د ملگرو ملتو د ( يو ن ايچ سى آر ) د ادارې له خوا کابل کې جوړ شوي نړيوال کانفرانس کې د هغو ستونزو د هوارولو پر لارو چارو بحث او خبرې وشوي چې له کبله يې کډوال نه شي کولى چې خپلو اصلي سيمو کې ځاى په ځاى شي .

د تېرو لسيزو د جگړو له کبله پاکستان ، ايران او د نړۍ نور و هېوداونو ته د کډه شويو افغانانو څخه تيرو شپږکلونو کې نژدې درې ميليونه يې بېرته هېواد ته ستانه شوي دي . خو د ملگرو ملتو د کډوالو د ادارې د رپوټونو پر بنسټ ، د بي امنيتۍ ، بي روزگارۍ او بي کورۍ له کبله يوشمير ستانه شوي دغه افغان کډوال په موقتي پنډغاړو کې ژوند کوي .

په همدې حال کې په لسگونو زره نور افغانان بيا د ناقانونۍ ، زورواکۍ ، بي امنيتۍ او وچکالۍ له کبله کور دننه له خپلو کليو او بانډو څخه بيځايه شوي دي .

دارنگه له افغانستان څخه راغلي يو شمير رپوټونه داهم وايي چې دغو ستونزو يو شمير افغانان اړ ايستلي چې بيرته پاکستان او ايران ته کډوال شي .

تاسو هيواد ته د افغان کډوالو د بيرته ستنيدو د بهير د بېرته ښه کېدو او خپلو سيمو کې د هغوى د ځاى په ځاى کيدو په وړاندې کومې ستونزې وينئ او څه فکر کوئ چې دغه ستونزې څنگه هواريدلې شي .

که په دې برخه کې کوم نظر او يا کومه پوښتنه لري ، نو سبا د پنجشنبې ماښامنۍ خپرونې ته په دې شميرې تيفلون وکړي .

٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١
دارنگه کولى شي چې په دې پته برښنا ليک هم واستوئ

pashto@bbc.co.uk

د پروگرام وخت ، د پنجشنبې ماښام : د افغانستان پر وخت اوه بجې او دېرش دقيقې
چې د گرينويچ په گړۍ د ماسپښين درې بجې کېږي .