04:41 گرينويچ 2008 ,19 نومبر
سيدعبدالرحيم
له نيويارک ښار څخه
د امريکا د ماليې وزير هينري پالسن په ولسي جرګه کې د خپلې هغې مالي کړنلارې په اړه چې جرګې ته يې وړاندې کوله د جرګې د غړو له سخت مخالفت سره مخامخ شوی دی.
نوموړي وويل هغه گامونه چې تر اوسه اخيستل شوي دي د امريکا د اقتصادي سيستم د رالوېدو مخه يې ونيوله .
د واکمن ګوند د ماليې د وزير ښاغلي هينري پالسن دکانګرېس کمېټې ته د ژغورنې په نامه د دې کړنلارې پر پلې کولو هغه وخت اختلاف پيدا شو، چې ده په خپله وينا کې ټينګار وکړ او بانکونو ته پيسې ورکول يې د مالي نظام د ټيکاو لپاره ترټولو اغېزمنه لار وبلله .
خو ناقدينو بيا ترېنه غوښتل چې د دې پر ځای دې د هغو کسانو لپاره داسې لارې په کار واچول شي چې سرايونه او کورونه يې په ګروۍ کي ځنې تلونکي دي .
ښاغلي پالسن په خپله دفاع کې وويل چې دا نوې کړنلاره داسې يوه لار نه ده چې زموږ د هر مرض دارو دي شي، ده پرمخ وويل هغه کنډو چې زموږ په اقتصاد کي جوړ شوى د هغه ډکول به يوڅه وخت واخلي.
دغه مالي کړنلاره چې تېره مياشت کانګرېس د مالي او بانکي بحران د مخنيوي په نيت تصويب کړې وه، خو سپينې ماڼۍ يې اصلي برخي د ګرويو او پورونو سره مرستې ځنې ايسته کړې او يوازې د بانکي ونډو پر اخيستلو يې خبره درولې ده.
ښاغلي پالسن په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې سږني ميلادي کال کې چې يې څه زده کړه کړې نو هغه دا ده چې اوسنی اقتصادي بحران نه د اټکل وړ دی او نه هم مخامخ کېدل ورسره اسانه کار دی.
د منظورې شوې مالي کړنلارې څخه تر اوسه لس کم درې سوه ميليارده ډالر په کار لوېدلي دي ښاغلي پالسن وويل چې د نوي ټاکل شوي حکومت چې د رانوي ميلادي کال پرشلمه واک ترلاسه کوي غواړي يوڅه زېرمه هغو ته هم وساتي.
د ماليې وزير دا هم وويل چې بانکونو ته د پيسو ورکړه چې خپلو مشتريانو ته پورونه ورکړي د مالي نظام د سمولو يوه چټکه او اغېزمنه لار ده .
خو ښاغلي پالسن دا اعتراف هم وکړ چې دوی د مالي ستراتيژۍ په دې کړنلاره کې بدلون ځکه راوست چې لومړني هغې ډېرې پيسې غوښتې او مالي حالت ناببره ډېر خراب شو او په دې پيسو يې چاره نه کېده .
غونډي ته د فدرالي زېرمې يوه چارواکي برنانکي هم په ټينګار وويل چې بانکونو ته د دغو پيسو ورکړه د بانکي اعتبار د لاس ته راوړلو لپاره ډېر د پام وړ کار دی .
که څه هم د امريکا د ماليې پر وزير ترټولو زياته نيوکه دا وه چې ولي پيسې دګروۍ دکورونو په ستونزو کې نه لګوي خو ښاغلي پالسن دا خبره ياده کړه چې د مالي نظام د بېرته سمولو په دې کړنلاره کې داسې کارونه ترلاس لاندې دي چې په برکت به يې ډېر کسان خپل سرايونه ونه بايلي.
ياده دي وي چې ډيموکراتان دا هم غواړي د پيسو يوه برخه دې د موټرو جوړولو هغو کريابو کارخانو ته هم ورکړل سي چي يو شمېر کارونه يې پرچاو شوي اوټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما ژمنه هم ورسره کړې ده .