BBCPashto.com

08:05 گرينويچ 2008 ,19 نومبر

م.م: د افغانستان د ستونزو د هوارۍ لپاره ښه چانس

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کاى ايډه ويلي چې په امريکا کې د بارک اوباما په مشرۍ د نوي حکومت راتگ د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره يو نوى چانس رامنځ ته کوي .

نوموړي زياته کړې، چې د نوي امريکايۍ ادارې راتگ موږ ته يو موقع په لاس راکوي، چې پروسه لا نوره پياوړې او گړندۍ کړو او هېوادونه لا سره نژدې کړو، چې په افغانستان کې په پرانيستي لاس کار وکړي .

که څه هم د امريکا ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما چې دوې مياشتې وروسته به خپله چوکۍ ترلاسه کوي، ويلي چې له عراق څخه به امريکايي پوځيان راوباسي او پرځاى به يې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ډېر کړي .

خو د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کاى ايډه ويلي چې دا مهمه ده چې موږ يوازې پر پوځي اړخ ټينگار ونه کړو، بلکې د ده په وينا پر ټول اړخونو په برابره توگه پام وشي .

نوموړي ويلي د ځواکونو د ډېرولو اړتيا له دې کبله شته چې د افغانستان د ملي اردو او پوليسو ته روزنه ورکړي او د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره امنيت خوندي کړي .

خو ده زياته کړه، چې اساسي خبره د بيارغونې ده، او هغه هر اړخيز پلان عملې کول دي، چې د جون په مياشت کې د پاريس په کنفرانس کې سلا ورباندې راغلې وه .

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو تړون مشر ياپ دي هاپ شيفر له امريکا پرته پر نورو غړو هېوادونو غږ کړى چې افغانستان ته نور عسکر ولېږي چې د ده په وينا يو ځل ‎د ترهگرو په ځاله بدل نه شي .

ښاغلي شيفر دا خبرې پرداسې مهال کړې، چې د ناټو غړي هېوادونو پر دې سره وېشلي دي، چې يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د جگړې پيټي ته په برابره توگه اوږه نه ورکوي .

د دې ترڅنگ د امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې مشر اميرالبحر مايک مولن ويلي، دى پر دې کار کوي چې تر ممکنه حده ژر ترژره افغانستان ته نور امريکايي پوځيان ولېږي .

نوموړي زياته کړې، دى له دې کبله حيران شوى نه دى، چې وسله والو طالبانو د افغان حکومت د خبرو وړانديز رد کړ.

اميرالبحر مولن وويل چې خبرې بايد له پياوړي او له زورور دريځ څخه وشي او د ده په وينا دا مهال وسله وال طالبان په ښه دريځ کې دي .

امريکايي او افغان چارواکو په بيا بيا ويلي چې القاعده جنگياليو او وسله والو طالبانو د پاکستان په خوا کې خپل مرکزونه جوړ کړي دي .

له همدې کبله افغان ولسمشر حامد کرزي غوښتنه کړې، چې امنيتي ستونزې اوس يوه سيمه ييزه بڼه غوره کړې او له همدې کبله يې بايد د ټولې سيمې پر کچه چاره وشي .