22:21 گرينويچ 2008 ,19 نومبر
ډاکتر خوشحال قريشي په ١٩٧٥ کال کې په ننگرهار کې زيږيدلى دى.
لمړنى زده کړې يې په پيښور بيا په افغان پوهنتون کې طب خلاص کړى دى. فعلا د نجم القرا په کلينک په ننگرهار کې د طبيب په توگه کار کوي.
ښاغلي قريشي کاراته د پنځم ټولگي راپدې خوا پيل کړې، د کاراتې د تور کمربند د څلورم پړاو استاد دى.
لمړنى بهرنى لوبه يې په صوبه کې او په ١٩٩٩ کال کې ئې د کارتې آسيايي لوبې گټلي دي. او په ملي کچه پنځه ځلې ملې اتل پاتې شوى دى.
ښاغلي قريشي د نيپال د فولادي انسان ، د سري لانکا لخوا د وسپنيز انسان، په پاکستان کې يې د کاراتې د اتل او د جاپان لخوا د غښتلي انسان لقبونه گټلي دي.
د دې اوونۍ په اوومې سټډيو کې برخه واخلئ او د پروگرام پر مهال پر دې شمېره زنگ ووهئ
٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ .
د پروگرام د نشر وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې.
د برېښنا ليک پته ده:
pashto@bbc.co.uk