07:32 گرينويچ 2008 ,18 نومبر
د امريکا منتخب ولسمشر بارک اوباما له خپل پخواني سيال جان مکېن سره د راتلونکي حکومت د باور لپاره د 'يوې نوې اصلاحي دورې ' د گډو هڅو ژمنه وکړه .
د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما وويل چې د ټاکنو له پخواني سيال جان مکېن سره به د نوي حکومت د باور په موخه گډې هلې ځلې کوي .
همدارنگه دواړو امريکايي چارواکود اقتصادي بحران د له منځه وړلو او نورو توکميزو گواښونو د پاى ته رسولو د گډې همکارۍ ژمنې وکړې .
دغه خبرې اترې د امريکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما او جان مکېن ترمنځ، له ټاکنيز کمپاين وروسته په لومړنۍ ناسته کې وشوې .
وړاندې له دې چې د اوباما او مکېن ترمنځ خبرې اترې پيل شي، اوباما ويلي وه، چې : '' موږ دواړه به د هېواد د اصلاح په موخه يوه گډه غونډه او ښې خبرې ولرو. ''
جان مکېن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا له ديموکراټ ولسمشر بارک اوباما سره به مرسته وکړي، وويل طبعآ له نوي ولسمشر سره به دى مرسته وکړي .
اوباما ژمنه وکړه چې په خپله اداره کې به د جمهوريت غوښتونکو عناصرو ته هم د پام وړ ځاى ورکړى، خو دا يې ونه ويل چې د ده په نوې اداره کې به د جان مکېن ځاى وي او که څنگه .
گډه اعلاميه
د بارک اوباما او جان مکېن له گډې غونډې وروسته يوۀ مشترکه اعلاميه خپره شوه، چې په کې راغلي چې :'' په واشنگټن کې د واک پر سر د سلامشورو او د نوې دورې د اصلاح په موخه مو گټورې خبرې درلودې . ''
په اعلاميه کې راغلي چې دواړو مشرانو د اقتصادي بحران د خطرناکو گواښونو پروړاندې د حل لارې ولټولې او د هېواد د امنيت د ټينگولو په هدف کې دوه اړخيزه ژمنې وکړې .
ښاغلي مکېن د ټاکنيز کمپاين پرمهال پر اوباما تور لگولى و، چې د بهرني سياست په برخه کې پوره تجربه نه لري او د اوباما د اقتصادي سياست او د ماليو د کمولو مخالفت يې کاوۀ.
خو اوباما بيا په خپل وار مکېن ته د تور دا گوته نيوله چې گواکې د جورج بوش سياست تکراروي، چې توکم پالنې ته لمنه وهي .
د اوباما او مکېن له گډو خبرو وړاندې اوباما ويلي وو، دى غواړي چې له مکېن نه دا مننه وکړي، چې د امريکا متحدو ايالتونو ته يې 'بې ساري خدمتونه کړي ' .
په دغه ناسته کې د اوباما د اوباما په اداره کې يو لوړپوړى چارواکي رام مانوېل او سناتوره لينسي گراهام، چې مکېن له نژدې پلويانو نه ده، گډون کړى و.
شنونکي په دې اند دي چې اوباما تر هربل وخت اوسمهال د مکېن ملاتړ او مرستې ته ډېره اړتيا لري .