09:16 گرينويچ 2008 ,18 نومبر
د اسيا د اوو هيوادونو ترمنځ د کريکټ د ١٧ کلنو لوبغاړو په سياليو کې د سه شنبې په ورځ ( د نومبر ١٨ ) افغانستان ماينمار ته په اسانۍ ماتې ورکړه .
ماينمار د پچې په گټلو خپله منډو ته ملا وتړله خو د افغانستان د بالرانو په وړاندې ټينگ نه شول .
د دوى ټوله لوبډله په ٣٥ اوور کې يوازې په ٧٥ منډو وسوځيدله .
د افغانستان له خوا نجيب، ذبيح او کپتان افضل د مخالفې ډلې درې درې او يمين يو لوبغاړى وسوځاوه .
په ځواب کې افغانستان خپل هدف يوازې په اتم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه کړ.
په تايلنډ کې ترسره کيدونکې دغه سيالۍ د دوشنبې په ورځ پيل شوې چې په لومړۍ ورځ افغان تنکي لوبغاړي له يوې په زړۀ پورې لوبې وروسته له ماتې سره مخامخ شوي و .
د اسيا د کريکټ شورا تبصره کوونکي په دې باور دي چې ښايي افغانستان او عمان د دغو سياليو پايلوبې ته هم لار ومومي ځکه چې تر نورو لوبډلو ډير تکړه ښکاري .
همدا نظر د دغو سياليو په دويمه ورځ هغه وخت ښه وځليد چې عمان له ايران سره په خپله دويمه لوبه کې خپله پياوړتيا وښوده .
عمان د سه شنبې په ورځ د څلور لوبغاړو په سوځيدو په خپلو ټاکلو ٤٠ اوورونو کې ٢٤٥ مندې وکړې او په ځواب کې يې د ايران ټوله لوبډله په ٤٣ منډو وسوځوله .
ايران خپله لومړنۍ لوبه له ماينمار څخه گټلې وه .
که افغانستان د پنجشبې په ورځ ايران ته ماتې ورکړي نو له عمان سره به د دغو سياليو نيمه پايلوبو ته لار ومومي .
په نيمه پايلوبه کې ښايي افغانستان له کوربه هيواد تايلنډ سره مخامخ شي چې خپله لومړنۍ لوبه يې له مالديف څخه گټلې وه .
د سه شنبې په ورځ په بي گروپ کې چين که څه هم د مالديف لوبډله په ٦٧ منډو وسوځوله خو خپله بيا يوازې په ٢٣ مندو وسوځيد .
په دې حساب اوس په بي گروپ کې تايلنډ او مالديف په لومړي او دويم نمبر دي .
د اې گروپ اول نمبر لوبډله به د بي له دويم او د اې دويم به د بي له لومړي ټيم سره په نيمه پايلوبو کې سيالي کوي .