BBCPashto.com

12:20 گرينويچ 2008 ,17 نومبر

افغان تنکيو کريکټ لوبغاړو لومړۍ لوبه وبايلله

په تايلنډ کې د اسيا د اوو هيوادونو ترمنځ د ١٧ کلنو کريکټ لوبغاړو سيالۍ د افغان تنکۍ لوبډلې په ماتې پيل شوې .

افغانستان په نننۍ ( دوشنبه د نومبر ١٧ ) لوبه کې پچه وگټله او د عمان پياوړې لوبډلې ته يې لومړى د منډو جوړولو بلنه ورکړه .

دغه پريکړه په دې سمه ښکاريده چې افغان بالرانو د عمان ټوله لوبډله يوازې په ١١١ منډو وسوځوله .

د افغانستان له خوا ځدراڼ د شپږو منړو په بدل کې او دانش د ٢١ منډو په ورکړه درې درې لوبغاړي وسوځول .

د عمان هانور ٤١ منډې وکړې خو دى په ٢ او ١٣ منډو يو ځل په منډه کې له سوځيدو روغ پاتې شو او بل ځل يې کيچ ولويد .

د ١١٢ منډو هدف ظاهرآ اسانه ښکاريدۀ خو د افغانستان ١٧ کلنو لوبغاړو د خپل مشر ټيم په څير په منډو کې ښه وړتيا ونه ښوده .

د افغانستان ټوله لوبډله يوازې په ٩٠ منډو وسوځيده او په دې ډول عمان دغه لوبه په ٢١ منډو وگټله .

که څه هم کپتان افضل خان په اوو بالونو ١٧ منډې وکړې چې يو شپږ او دوه څلور پکې و خو نوره لوبډله ټينگه نه شوه .

د افغانستان بالران که تيز و او که ورو دواړه يې ښه وځليدل .

حيرانونکې خبره دا ده چې د افغانستان د ١٥ کلنو له لوبډلې چې تير کال لوبيدلې وه په دغو سياليو کې يو لوبغاړى هم نه و .

تر سياليو وړاندې لا ويل کيدل چې عمان ښايي د افغانستان لپاره تر ټولو لوى سيال وي .

د افغانستان دويمه لوبه سبا د سه شنبې په ورځ له ماينمار سره ده .

دغې لوبډلې بيا نن له ايران څخه لويه ماتې وخوړه .

ايران لومړى مندې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې په ٢٠٤ منډو وسوځيدل او په ځواب کې د ماينمار لوبډله په ١٠٧ منډو پر ځاى کښېناسته .

افغانستان بايد خپلې وروستۍ دوې لوبې وگټې چې نيمه پايلوبو يا سيمي فاينل ته لار ومومي .