BBCPashto.com

04:58 گرينويچ 2008 ,17 نومبر

اوباما: افغانستان ته به نور پوځيان ولېږم

د امريکا ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما چې له سي بي اېس امريکايي ټلويزيون سره غږېده، خپله مخکېنۍ ژمنه تکرار کړه چې له عراق نه به خپل عسکر وباسي خو په افغانستان کې به يې شمېر ډېر کړي چې القاعده وځپي.

د امريکا منتخب ولسمشر بارک اوباما وويل چې کله يې کار پيل کړ نو لومړى کار به يې له رکود نه د اقتصاد ايستل وي .

له هغه نه په کيوبا کې د امريکايي پوځي زندان – گوانتانامو د برخليک پوښتنه هم وشوه، چې ځواب يې دا و:

ښاغلى اوباما وايي:'' ما بيا بيا ويلي چې زه به گوانتانامو تړم او زه به دغه کار وکړم. ما بيا بيا ويلي چې امريکا شکنجې نه کوي او زه غواړم دا خبره باوري کړم چې شکنجې ونه شي. دا د هغو هڅو يوه برخه ده چې په نړۍ کې د امريکا اخلاقي دريځ بېرته پر ځاى شي.''

ښاغلي اوباما وويل چې کله په کار پيل وکړي نو د لويو درستيزانو د گډې جرگې مشراو د ملي امنيت له سلاکارانو سره به په افغانستان کې د هڅو پر پياوړي کولو وغږېږي .

هغه وويل چې غواړي اسامه بن لادن له منځه يوسي. ښاغلي اوباما وويل يو لومړيتوب يې دا دى چې القاعده د تل لپاره له سټې وباسي او فکر کوي چې د اسامه بن لادن نيول يا وژل به د القاعدې د ويجاړولو يوه لويه برخه جوړوي .

ښاغلي اوباماوويل چې اسامه بن لادن يوازې سمبول نه دى، بلکې د هغه سازمان عملياتي مشر دى چې پر امريکايي نښو بريدونه سمبالوي .