10:21 گرينويچ 2008 ,17 نومبر
د کندهار ولايت د والي وياند زلمي افضلي رسنيو ته ويلي ځانمرگي بريد کوونکي غوښتل چې د ډنډ د ولسوالۍ ودانۍ ته د ننه شي، خو د پوليسو له خوا يې مخه ونيول شوه .
دغه بريد نن (دوشنبه، د لړم ٢٧د نومبر١٧ ) غرمه مهال شوی .
ښاغلى افضلي زياتوي چې ځانمرگي بريد کوونکي د پوليسو جامې اغوستې وې او د ولسوالۍ ودانۍ ته يې له مخې نيول کېدو وروسته خپل ځان وچووۀ.
د کندهار د والي وياند وايي چې په بريد کې دوه پوليس او يو ولسي وگړى وژل شوي او دوه نور پوليس ټپيان دي .
تر اوسه د دغه بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، او په اړه يې پلټنې روانې دي .
دا په تېرو دوو ورځو کې درېيم ځانمرگى بريد دى، چې په افغانستان کې ترسره کېږي .
تېره ورځ يکشنبه، د هرات او بغلان په ولايتونو کې دوه جلا ځانمرگي بريدونه وشول، چې په کې يو شمېر ولسي وگړي او بهرني پوځيان ټپيان شول .
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې خبريالانو ته په خبرو کې وويل ښاغلي کرزي وويل له وسله والو مخالفينو سره هر ډول خبرو اترو ته چمتو دى او ان په دې برخه کې يې پر طالب مشر ملاعمر غږ وکړ چې که له جگړې لاس اخلي او غواړي د خبرو اترو لپاره افغانستان ته راشي نو د ژوند د خونديتوب د ضمانت ورکولو ته يې تيار دى .
خو لا هم د وسله والو طالبانو د مشرتابه له خوا په دې برخه کې کوم غبرگون نه دى ښودل شوى .