BBCPashto.com

07:41 گرينويچ 2008 ,15 نومبر

د شکرې د وبا په اړه نړيواله گواښنه

اټکل دى، چې د ساري په توگه په هند کې شاوخوا ١٠٠ ميليونه وگړي د شکرې په ناروغۍ اخته دي، چې په ټوله نړۍ کې د دغو رنځونو درېيمه برخه جوړوي.

دغه ناروغي تر ډېره په پرمختللو هېوادونو کې زياته ليدل کېږي .

دغه شمېرې تېره ورځ د شکرې د نړيوالې ورځې په تړاو خپرې شوې دي .

د روغتيا د نړيوالې ټولنې د شکرې د ناروغۍ د څانگې مشرې گويکا روغگليچ بي بي سي ته وويل چې په هند کې د دغې ناروغۍ د پراختيا يو علت د خلکو د ژوندانه د بڼې اوښتل دي :

'' د ژوندانه بڼه په چټکۍ سره مخ پر اوښتو ده، او هغه څه چې په لوېديځه نړۍ کې د ٥٠ کلونو په ترڅ کې پېښ شوي، خو په پرمختيايي هېوادونو کې يوازې لس او يا ١٥ کاله نيسي. د بېلگې په ډول د هند په مدراس ايالت کې گورو چې وگړي يې په سلو کې ٧٠ د شکرې ناروغۍ نښې لري. ''