BBCPashto.com

14:01 گرينويچ 2008 ,14 نومبر

کبىر حقمل
له کابله

په افغانستان کې د تاوتريخوالي پېښې

افغان او بهرني ځواکونه وايي چې په په يو لړ نويو بريدونو کې يې نژدې شل طالبان او په القاعدې پورې تړلي جنگيالي وژلي دي. په عين حال کې طالبانو هم ادعا کړې چې په خوست کې يې د يوه ځانمرگي بريد په ترڅ کې تر لسو ډېرو افغان او بهرنيو ځواکونو ته مرگ ژوبله اړولې ده.

چارواکي د خوست ځانمرگى بريد تائيدوي خووايي چې په کې يوازې څو پوليس ټپيان شوي دي. چارواکي په ميدان وردگو کې هم د طالبانو د وژنې او ټپي کېدو خبره کوي.

ځانمرگى بريد چې د خوست ولايت په اسمعيل خېلو ولسوالۍ کې وشو افغان او بهرني ځواکونه يې په نښه کړي وو.

ددغه ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د بريد له امله يوازې درې تنه افغان پوليس ټپيان شوي دي، په داسې حال کې چې طالبانو په بريد کې دوولسو کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو خبره کړې ده.

بل پلو نامالومو وسله والو د خوست په اسماعيل خېلواومندوزيو ولسوالۍ كې د يوه ساختماني شركت د مشر په ګډون درې كسان وژلي او يو بل يې ټپي كړى دى.

د سيمې ولسوال دولت خان قيومي پېښه تاييد كړي خو وايي چې وژونكي په تېښته بريالي شوي دي. ددغه بريد مسئوليت تر دې مهاله چا پرغاړه نه دى اخيستى اوپوليسو هم تراوسه لدې پېښې سره د تړاو په تور څوك نه دي نيولي. يوكال وړاندې هم په همدې سيمه كې د يوه بل شركت مشر په ورته پېښه كې وژل شوى و او د هغې وژنې مسئوليت هم چا نه و منلى.

هاخوا د مىدان وردگو ولايت چارواکي وايي چې ددغه ولايت په نارامه سىداباد ولسوالۍ کې يې د يوه قوماندان په گډون ١٢ تنه طالبان وژلي دي. د والي محمد حليم فدايي په وينا ياد شوي کسان د افغان او ائتلاف ځواکونو په گډو عملياتو کې تېره شپه وژل شوي او تر شلو نور جنگيالي هم ورسره ټپيان شوي دي.

په پکتيا کې بيا ائتلافي ځواکونو د يوې خبرپاڼې له لارې د څلورو جنگيالو د وژنې خبره کړې ده. خبرپاڼې دغه کسان له القاعدې سره تړلي جنگيالي بللي او ويلي يې دي چې يوه تن يې په ډېرو ځانمرگو بريدونو او د سړک د غاړې چاودنو کې لاس درلود.

ائتلاف همدارنگه د افغانستان په لوېديځ کې د خپلو سرتېرو په لاس د دوو ملکي وگړو د وژنې او ټپي کېدو خبر هم ورکړى دى. دغو ځواکونو ويلي چې ياد شوي کسان يې هغه وخت په نښه کړل چې د دوى له خبرتيا سره سره يې هم خپل موټر د هغوى کاروان ته نژدې کړ.

د افغانستان په شمال کې هم طالبانو ادعا کړې چې د کاپيسا په تگاب ولسوالۍ کې يې د بېلابېلو کمينونو په ترڅ کې يو شمېر فرانسوي سرتېري وژلي، خو حکومتي او خپلواکو سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.