07:23 گرينويچ 2008 ,10 نومبر
ټاكل شوې ده، چې هاليووډ به د (رسالت The Message) له فيلم وروسته ډېر ژر د اسلام د ستر پيغمبر محمد (صلى الله عليه وسلم) د ژوند په اړه نوې فيلم جوړ كړي.
په رسالت فيلم كې د سينما يوۀ وتلي ستوري انتوني كوين په اويايمه لسيزه كې برخه اخيستې وه .
د راتلونكي فيلم (د سولې استازي) فيلم جوړوونكي اوسكار زغبي ويلي چې په دغه فيلم كې به د محمد (صلى الله عليه وسلم) او د هغۀ د اصحابو مخونه او غږونه نه ښكارېږي .
ښاغلي زغبي، چې د مصطفى العقاد په لاس جوړ لومړي فيلم كې يې هم برخه اخيستې ده، زياته كړې چې: (( د العقاد فيلم ته پوره درناوى لري، خو د سينما په برخه كې اوسنۍ ټيكنالوژي د تېرې پېړۍ د اويايمې لسيزې په څېر نه ده، موږ به په دغه نوي فيلم كې پوره زيار وباسو چې په ښۀ بڼه يې مينه والو ته وړاندې كړو.))
په ١٩٧٧ كال كې د سينما په ډګر كې د ښاغلي كوين د فيلم له راڅرګندېدا وروسته مسلمانانو نيوكې كولې چې د اسلام د ستر پيغمبر شخصيت په كې انځور شوى چې په دې اړه په نړۍ كې اړدوړ هم رامنځ ته شو چې دوه كسان هم په كې ووژل شول .
د اسلام حقيقت
په هغۀ وخت كې العقاد ويلي وو، چې '' غواړم لوېديځوالو ته د اسلام حقيقت په ډاګه كړم، دا احساس كوم، چې په لوېديځ كې د يوۀ مسلمان په توګه دا زما دنده ده، چې د اسلامي دين حقيقت روښانه كړم.''
په دې وروستيو كلونو كې د اسلام د ستر پيغمبر د انځور په اړه، په ځانګړي ډول چې په ٢٠٠٦ كال كې په يوۀ ډنماركي ورځپاڼه كې يې كاريكاتورونه خپاره شول، په ډېرى اسلامي هېوادونو كې د لاريونونو سبب شول .
ياده دې وي چې د رسالت فيلم جوړوونكى سوري الاصل مصطفى العقاد له ٦٨ كلونو عمر وروسته د ٢٠٠٥ كال د نومبر په مياشت كې، چې د عمان هېواد د (ګرنډ حيات) هوټل يې په نښه كړى و، په يوۀ ځانمرګي بريد كې ووژل شو.
د رسالت فيلم سربېره ارواښاد العقاد يو شمېر نور فيلمونه هم جوړ كړي، چې (د بېديا زمرى) يې د بېلګې په توګه يادولى شو، چې په كې نامتو نړيوال سينمايي ستوري انتوني كوين هم ګډون كړى دى .
همدارنګه العقاد د (هالوين) په څېر ډاروونكي فيلمونه هم جوړ كړي دي .