11:44 گرينويچ 2008 ,10 نومبر
پښتو بڼه: عبدالمالک عاصم
له کابله
د مسلمانانو او کاتوليک مشران دا اوونۍ په يوې بې ساري ناستې کې په واتيکان کې سره را غونډ شوي دي . د دغې غونډې موخه د مسلمانانو او کاتوليکو عيسويانو د نوي چوکاټ رامنځ ته کول دي .
د بي بي سي خبريال کرستوفر لنډ دغې جنجالي موضوع ته په خپل رپوټ کې کتنه کړې ده چې پښتو ژباړه يې عبدالمالک عاصم وړاندې کوي .
د مذهبي ازادۍ په اړه په هر بحث کې د سعودي عربستان له پامه غورځول سخت دى . په دغه هېواد کې له اسلام پرته د بل هر دين عامه عبادت کول منع دي . هلته څوک ساده عيسوي او يهودي عبادت ځاي او بودايي معبد نشي جوړولي .
په واتيکان کې ددې اوونۍ په جوړه شوې ناسته کې به د عبادت د ازادۍ په موضوع سترگې پټول ستونزمنه وي . د غونډې يو گډونوال د جرمني په فرانگفورت کې د فلسفې او خداى پېژندنې د ښونځي استاد پروفيسر کريسشن ټرول دى . د هغۀ لپاره په سعودي کې له اسلام پرته د نورو مذهبونو د عبادت کولو حالت د نه زغملو وړ دى :
(( تاسو تر يو ميليون زيات کاتوليک عيسوي کارکوونکي لرئ چې د خپلو سپېڅلو مذهبي مراسمو د لمانځلو هېڅ ډول حق نه لري .زه د عيسويانو د کليسا د جوړولو خبره نه کوم . زه دهغو سپېڅلو مذهبي مراسمو د لمانځنې د حق خبره کوم چې له دغې ټولنې سره د مرستې لپاره پادريان يا مذهبي لارښوونکي ولري .نو موږ د دردوونکو شيانو په اړه خبرې کوو.))
پروفيسر ټرول په دې باور دى چې د مسلمانانو او عيسويانو ترمنځ بحثونه به په سعودي عربستان کې د عيسويانو دعبادت د مسئلې علاج دى .
(( د عيسوي عبادت ازادي بايد مکمله وي ، خوزه يوازې د عيسويانو لپاره دعبادت د مطلقې ازادۍ دفاع نه کوم، بلکې د هرې عقيدې د خلکو
لپاره خبره کوم .))
عبدالحکيم مراد :
((د سعودي عربستان اوسنى دريځ د مذهبي تيورۍ له اړخه د وهابېزم ريښې لري چې له تاريخې نظره بغير د وهابيزم څخه نورې مذهبي نظريې ورته د مسلمانانو په د ننه او پخپله په سعودي ټولنه کې د منلو وړ نه دي ))
عبدالحکيم مراد دکمبريج په پوهنتو ن کې د اسلامي زده کړو استاد او د دې اوونۍ په بحث کې د مسلمانو گډونوالو يو فعال مشر دى .
دى وايي د سعوديانو خلاف چې د نورو نظريې ورته د منلو وړ نه دي په نورو اسلامي هېوادونو لکه په دوبۍ او يا ابوظبۍ کې هره ورځ کليساوې جوړېږي .
خو ډاکتر مراد په دې باور دى چې عيسويت هم په دغه بحث کې له هره اړخه سم نه دى دى وايي په ځينو نااسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو سره ښه چلند نه کېږي او ځينو بېلگو ته اشاره کوي چې پکې د مسلمانانو لپاره د نويو جوماتونو او ټولنو په جوړولو بنديز لگېدلي .
ښاغلي عبدالحکيم مراد پر مسلمانانو اوعيسويانو غږ کوي چې دواړه د دغو ستونزو او توپيرونو د له منځه وړلو هڅې وکړي. خو وايي چې په اسلامي ټولنو کې بدلون وخت ته اړتيا لري:
(( زه فکر کوم دا به غير واقعبينانه وي چې تمه وکړو هغه څه چې د منځنيو پېړيو را هيسې روان دي، په يوۀ شپه کې بدل شي . په ياد ولرئ يوازې شاوخوا پنځوس کاله وړاندې ډېرو کاتوليکو روحانيونو د عقيدوي ازادۍ په اړه وعظ يا تبليغ کول ناسم کار يا ان ارتداد باله . دوى بدل شول او ډېر مسلمانان هم بدلېږي او زما باور دا دى چې اسلامي نړۍ کولى شي او کېدى شي تر عيسوي ټولنو ډېر ژر بدلون وکړي .))
د همدې کال په پيل کې د سعودي پاچا په مادريدکې د بېلابېلوعقيدو درلودونکو ترمنځ دخبرو په اړه کنفرانس جوړ کړ چې دا په خپله يوه وړوکى خو مهم حرکت وو . اوس ډېر خلک په دې باور دي چې د مختلفو مذهبونو مشران د دې پر ځاى چې د افراطيت او لانجو د رامنځ ته کولو سبب شي د مختلفو مذهبونو ترمنځ تفاهم پياوړى کړي .
د هغو مشرانو په جمله کې چې مذهبي زغم تبليغوي يو هم مايکل نذير علي دى چې هم د عيسويت او هم د اسلام تجربه لري هغه په پاکستان کې زيږېدلى پادري دى چې اوس د انگليستان په سويل د روجسټر په ښار کې د مشر پادري په توگه دنده لري .
نذير علي : (( موږ کولى شو چې له خلکو سره خبرې اترې وکړو او موږ بايد خلکو سره ديالوگ وگړو. نو تر هر څه د مخه د بشري اساسي ازاديو په اړه ډيالوگ ډېر اړين او ضروري دى . څرنگه دغه ازادي ساتلى، پراخولى او دفاع ترې کولى شو .
په دې کې د بيان ازادي د عقيدي او د خپلې عقيدې د بدلولو ازادي هم راځي . دا د ننني ډيالوگ يا بحث يوه ډېره بېړنۍ غوښتنه ده ځکه خلک وژل کېږي،او خلک د دې لپاره وژل کېږي چې دوى خپلې عقيدې شريکوي ، يا يې بدلوي او دا بايد په يوويشتمه پېړۍ کې زموږ په نړۍ کې نور دوام ونکړي ))
د ښاغلي نذيرعلي ځانگړې اندېښنه د ځينو هېوادونو په اړه ده لکه ايران چې وايي په مذهبي ازادۍ محدوديتونه زياتوي . دى وايي ايران غواړي داسې نوى قانون جوړ کړي چې پر بنسټ به يې د عقيدې بدلوونکو ته مرگ سزا ورکړل شي .
که دغه ډول کوم قانون پاس شي نو دا به په دې مانا وي چې په ايران کې هر مسلمان چې له اسلامه واوړي نو هغه ته به د مرگ له سزا سره مخا مخ وي . ډاکټر نذير علي وايي دا يوازې د منلو وړ نه بلکې دا د اوسنيو نړيوالو تړونونو خلاف ده .
دى وايي د ملگرو ملتونو په اعلاميه او د بشري ازاديو په اړه نورو تړونونوکې ډېره روښانه ده چې خلک دېته اړتيا لري چې د عقيدې ازادي ولري، په ازاده دخپلې عقيدې څرگندونه وکړي او د عقيدې په بدلولو کې ازاد وي . موږ بايد هر چېرته د دغو ازاديو ملاتړ وکړو .
ډاکټر مصطفى داماد (( دغه قانون نه دى تائيد شوى او تر اوسه نه دى تصويب شوى ))
ډاکټر مصطفى داماد د ايران د ساينس په اکيډمۍ کې د اسلامي مطالعاتو مشر دى .
(( دا زموږ د هېواد په د ننه کې هم يوه جنجالي موضوع ده ، دا يوازې يوه فتوا ده، او دا تر اوسه کوم قانون نه دى ))
ډاکتر داماد موږ ته وويل چې ايراني مسلمانان ټول په يوه نظر نه دي کله چې د هغه کس لپاره د مرگ د سزا خبره وي چې له اسلا م څخه واوړي . خو هغه وويل چې د عبادت د کولو د ازادى او د يوه کس لخوا د دين د بدلولو د ازادۍ ترمنځ توپير موجود دى . هغه کېدى شي دستر کشيش نذير علي سره موافق وي چې عيسويان دې وکولى شي د مذهبي عبادت ازادي ولري .خو د دين د بدلولو دازادى خبره بيخي بله موضوع ده .
په اسلامي هېوادونو کې په ځانگړې توگه زما په هېواد ايران کې د هر عيسوي لپاره عبادت کول ازاد دي . موږ په دې باور يو چې خداى پاک په قرآن شريف کې ويلي چې په دين کې جبر نشته ټول دينونه ازاد دي ))
پوښتنه : خو که په ايران کې يو مسلمان عيسوي شي نو بيا په دې اړه څه واياست؟
(( ارتداد يا د دين بدلول بل څه دي . د اسلامي قانون له مخې ارتداد جرم دى دا يو سياسي جرم دى .ځکه چې يو کس د يوې ټولنې په منځ
کې وي او هغه رد کړي او له هغه څخه واټن ونيسي او د هغه پر ضد خبرې کوي دا يو جرم دى .))
که مسلمانان او عيسويان غواړي چې په اغېزمنو خبرو اترو پيل وکړي نو واضح ده چې ننگونې به يې په مخ کې وي. خو د عيسوي دين يو مشر مايکل نذير علي وايي که د پخواني گډ تاريخ تجربو ته و گورو، نو د مسلمانانو، عيسويانو روان بحث ته به يې ډېره گټه ورسېږي .
نذير علي : (( مسلمانانو ماته ويلي کله چې د اسلام پيغمبر له عيسويانو غوښتل چې د يوه تړون د لاسليک په موخه له هغه سره وگوري نو دوى په مدينه کې په نبوي جومات کې سره کښېناستل او هر يوۀ دا اجازه درلوده چې خپل خپل عبادت ترسره کړې . نو اوس څه توپير راغلى؟ ))
البته اوس ډېر توپير دى، په اسلامي هېوادونوکې جگړې روانې دي ، د نورو مذهبونو نه زغمل خو لاڅه چې نړيواله ترهگري هم رامنځ ته شوې ده .خو په رو م کې د اسلام او کاتوليکو عيسويانو د مذهبي مشرانو ترمنځ غونډه بي مثاله پېښه ده چې گډ پوهاوي ته به پراختيا ورکړې .
تمه دا ده چې دغه نوښت وکولى شي د دواړو اړخونو په گډو ارزښتونو ټينگار او د افراطيت پر ضد مبارزه وکړي. خو د غونډې گډونوال باور لري چې گټورې خبرې اترې يوازې دگډو مکلفيتونو په اړه په خوږو خبرو اترو نه تر لاسه کېږي، بلکې بايد د مذهبي ازاديو په اړه يو شمېر اختلاف اچوونکې مسالې حل کړي .