|
ځانمرگي بريد په پاکستان کې نهه تنه ووژل
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه باجوړ کې د يوه ځانمرگي بريد له امله نهه تنه وژل شوي دي.
د پېښې عيني شاهدانو او سيمه ييزو چارواکو ويلي چې ځانمرگي بريد کوونکي تېره شپه د مومندو سيمې په يوه جومات کې د لمانځه پرمهال په ځان پورې تړلي توکي وچوول. ويل کېږي چې په وژل شويو کې طالب ضد يو قبايلي مشر ملک رحمت الله هم شامل دى. په پېښه کې لږ تر لږه پنځه تنه نور ټپيان شوي دي. په مومندو کې قبايلي خلکو د هغو طالبانو پر ضد چې په دغې سيمه کې فعاليت کوي يو قومي ځواک جوړ کړى دى. چارواکو ويلي چې رحمت الله ددغو ځواکونو مشر و. د سيمې يوه چارواکي بي بي سي ته وويل بريد د باجوړ د مرکز خار، د شمال لوېديز په ٢٠ کيلومټرۍ کې د بادان په سيمه کې شوى دى. د پاکستان د طالبانو د تحريک وياند مولوي عمر هم ددغې سيمې اوسېدونکى دى. تر دې مهاله هېڅ کومې ډلې د بريد مسئولىت پر غاړه نه دى اخيستى، خو چارواکو د پاکستان د طالبانو مشر بىت الله مسعود د بريد په کولو تورن کړى دى. حکومت پر ځاىي اوسېدونکو غږ کړى چې له سيمې نه د طالبانو د شړلو لپاره خپل ځواک منظم کړي. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||