BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:09 گرينويچ 2008 ,21 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په کابل کې د افغاني انارو نړيوال نندارتون
 

 
 
د انارو نړيوال نندارتون
په نندارتون کې يو هندي سوداگر 'منيش ' وويل : '' له تېرو پنځو کلونو راهيسې خپل هېواد ته افغاني انار واردوي چې، په وينا يې يوازې تېرکال نهه ټنه افغاني انار يې هند ته لېږدولي دي .''
په کابل کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د انارو څلور ورځنى نړيوال ننداتون پيل شوى چې لسگونه افغان او بهرني سوداگر او پانگه وال ورته را بلل شوي دي .

د دغه نړيوال نندارتون د جوړېدو موخه امريکايي او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د انارو د صادرواتو د لړۍ غزول ښوول کېږي .

اوسمهال افغانستان يوازې پاکستان، ايران، هند، دوبى او اذربايجان هېوادونو ته د انارو صادرات لري .

چارواکي وايي په تېرو شاوخوا نهو مياشتو کې بهر ته ٢٩٠٠ ټنه انار صادر کړي چې نژدې شل ميليونه ډالره کېږي .

نندارتون ته له يو شمېر نژدې گاونډيو هېوادونو د سوداگرو سربېره يو شمېر امريکايي سوداگر هم را غلي دي .

چارواکي وايي دوى اروپايي سوداگرو ته هم د انارو په دغه نندارتون کې د راتگ بلنه ورکړې وه خو د نا څرگند دليل له مخې هغوى په دغه نندارتون کې گډون ونه کړ .

انار
چارواکي وايي په تېرو شاوخوا نهو مياشتو کې بهر ته ٢٩٠٠ ټنه انار صادر کړي چې نژدې شل ميليونه ډالره کېږي .

په دغه نندارتون کې شاوخوا سل غرفې جوړې شوي چې په کې اېښودل شوي افغاني انار يې د ننداچيانو پام ځان ته را اړوي .

افغان سوداگرو هيله ښيي چې د دغه نندارتون له لارې به د افغانستان د انارو د صادرواتو کچه لا پسې لوړه شي .

يو افغان سوداگر عبيدالله عمر خيل بي بي سي پښتو ويپاڼې ته د دا ډول نندارتونونو په اړه ډېره هيله مندې وښووله او زياته کړه چې، دا ډول نندارتونونه کولى شي د بهرنيو پانگوالو پام افغاني انارو ته را واړوي .

په نندارتون کې يو هندي سوداگر 'منيش ' وويل: '' له تېرو پنځو کلونو راهيسې خپل هېواد ته افغاني انار واردوي چې، په وينا يې يوازې تېرکال نهه ټنه افغاني انار يې هند ته لېږدولي دي .

ده وويل پخوا يې وطنوالو د افغانستان له انارو سره اشنايي نه درلودله خو په باور يې له تېرو څو کلونو راهيسې اوس افغاني انار په هند کې ډېر شهرت موندلى او هنديان يې ډېر خوښوي .

 په کابل کې د افغاني انارو دغه نړيوال نندارتون به د راتلونکې يکشنبې په ورځ يانې د نومبر د مياشتې په ٢٣ نيټه پاى ته ورسيږي .
 

په نندارتون کې يو وړوکى ځاى د انارو د پېر او پلور لپاره جوړ شوى و ، دغلته يو شمېر بهرني سوداگر له افغان سوداگرو سره د انارو د بيوو تړونونه لاسليک کوي .

حاجي ضياوالدين هم د افغان سوداگرو له هغې ډلې څخه يو دى چې، پر بهرنيانو يې انارو پلورلي دي .

ده بي بي سي ته پښتو ويپاڼې ته وويل: '' له تاجکي سوداگرو سره مې د سلو ټنو انارو د پلور تړون لاسليک کړ، دوى اوس پېسې رانکړې خو راتلونکى کال به راځي او د انارو ترليدو وروسته به بيا پيسې راکوي' .

په کابل کې د افغاني انارو دغه نړيوال نندارتون به د راتلونکې يکشنبې په ورځ يانې د نومبر د مياشتې په ٢٣ نيټه پاى ته ورسيږي .

له دې هر څه سره سره افغان سوداگرپه کور د ننه د انارو د دسته بندۍ او پروسس د سيسټمونو له نشتوالي سر ټکوي .

د سوداگرو په وينا که چېرې په کور دننه د غه سيسټمونه جوړ شي نو، د انارو د جوس ويستلو سربېره د صادراتو کچه به يې هم لوړه شي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت