|
د ايران او افغانستان پر گډه پوله د قاچاقو مخنىوى
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکو ويلي چې د افغانستان پر پولو د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په اړه يې د ملگرو ملتونو او ايران له چارواکو سره
يو لړ نوي تړونونه کړي دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې افغان وزارت وايي چې ډېر ژر به د ايران او افغانستان پر پوله د قاچاق کوونکو د پېژندلو او نيولو لپاره پرمختللي او مجهز وسايل نصب کړي . ددې ترڅنگ به له نشه يي توکو سره د مبارزې افغان پوليس هم د بېلابېلو هيوادونو په مرسته لا ښه وروزل شي. افغان چارواکي وايي چې دا مهال قاچاق کوونکي د ايران او افغانستان ترمنځ پوله د نشه يي توکو او ددغو توکو په جوړولو کې د کارېدونکو کيمياوي توکو د لېږد رالېږد لپاره په پراخه کچه کاروي. له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وياند زلمي افضلي بي بي سي ته وويل چې په کابل کې د ايران له سفير او د ملگرو ملتونو له استازي سره په وروستۍ ليدنه کې افغان چارواکو د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په اړه يو لړ نوي تړونونه وکړل. هغه وويل چې وروسته له دې به د افغانستان او ايران دواړو هېوادونو له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليس په گډه پوله عمليات کوي. د ښاغلي افضلي په وينا ملگرو ملتونو منلې چې په دې اړه به له مرستندويه هيوادونو نه د لا زياتو همکاريو غوښتنه کوي او د افغان پوليسو روزنې ته به پام اړوي. " موږ د ملگرو ملتونو تر څارنې لاندې د ايران له اسلامي جمهوريت سره دې موافقې ته ورسېدو چې د نشه يي توکو له قاچاق کوونکو، د نشه يي توکو له زېرمو او د هغو لارو په وړاندې چې دوى په کې قاچاق کوي په گډه عمليات وکړو. ملگرو ملتونو زموږ ټول وړانديزونه ومنل او ويې ويل چې په مرستندويه هيوادونو ډېر فشار رواړي چې په دې اړه له افغانستان سره مرسته وکړي. " د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي چې د نويو تړونونو پايلې به په هغه غونډه کې چې د راتلونکې مياشتې په پاى کې په ويانا کې جوړه شي په رسمي توگه اعلان شي. چارواکي وايي چې هر کال يوه زياته اندازه کيمياوي مواد چې د نشه يي توکو د بېلابېلو ډولو په جوړولو کې ترېنه کار اخيستل کېږي په نا قانونه توگه افغانستان ته راوړل کېږي. له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت په وينا نړيواله مافيا هر کال ميلياردونه ډالره عوايد د افغانستان د نشه يي توکو د کاروبار له لارې لاسته راوړي. ويل کېږي له دغو پيسو نه په افغانستان کې يو شمېر جنگېدونکې ډلې هم گټه اخلي. افغانستان وايي چې په تېرو څو مياشتو او په ټوله کې تېر کال يې د نشه يي توکو د کر او قاچاق د مخنيوي په اړه ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي. د چارواکو په وينا تېر کال په ١٨ ولايتونو کې د کوکنارو کښت له منځه تللى دى. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||