BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:13 گرينويچ 2008 ,20 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
افغانستان د کريکټ نيمه پايلوبې ته ورسېد
 
د ١٧ کلنو اسيايي کريکټ سيالۍ
افغانستان به په نيمه پايلوبو کې له تايلينډ سره د شنبې په ورځ لوبه کوي
د اسيا د کرييکټ شورا له خوا د اوو هېوادونو د ١٧ کلنو لوبغاړو ترمنځ په روانو سياليو کې د پنجشنبې په ورځ ( د نومبر ٢٠ د لړم ٣٠ ) افغانستان ايران ته ماتې ورکړه او نيمه پايلوبو يا سيمي فاينل ته يې لار ومونده .

د تايلنډ په پلازمېنه بنکاک کې ايرانۍ لوبډلې د پچې په گټلو لومړى خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله، خو د کپتان افضل خان ځاځي په مشرۍ د تنکيو ځوانانو افغان لوبډلې د ايران ټوله لوبډله يوازې په ٤٥ منډو وسوځوله .

که څه هم خپله افضل خان ځاځي يوازې دوه لوبغاړي وسوځول خو نجيب او عبدالله بيا درې درې ايراني لوبغاړي پر ځاى کښېنول .

د ٤٦ منډو هدف افغان تنکيو لوبغاړو د خپل مشر ټيم په څېر په ډېرې چټکۍ ترلاسه کړ .

لسم اوور لا بشپړ نه و چې افغانستان د خپلو لسو سرو لوبغاړو په شته والي لوبه وگټله او نيمه پايلوبې ته يې لار پيدا کړه.

افغانستان د لومړي پړاو په درىو لوبو کې لومړنۍ هغه له عمان څخه بايللې وه خو پاتې دوه يې وگټلې او په دې ډول په بي گروپ کې په دويم نمبر راغى.

اوس د شنبې په ورځ ( د نومبر ٢٢ مه) افغانستان له کوربه هيواد تايلينډ سره نيمه پايلوبه کوي .

تايلينډ په اې گروپ کې لومړى مقام گټلى دى.

د نن ورځې په نورو سياليو کې عمان له ميانمار څخه په اسانۍ لوبه وگټله .

عمان به په خپله نيمه پايلوبه کې له مالديف سره سيالي کوي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت