|
د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو لپاره د بند سزا
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
د افغانستان د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي د نشه يې توکو ١٣٠٠ قاچاق وړونکي د محکمې لخوا له ١٥نه تر ٢٠ کالو بند
محکوم شوي دي .
د دغه وزارت د چارواکو وينا په دغو کسانو کې افغانان او بهرنيان شامل دي چې دوسيې يې له درېيو کلونو څېړنې وروسته بشپړې شوى . د چارواکو په وينا دغه کسان په کور د ننه او بهر د انټرپول او گاونډيو هېوادونو د پوليسو په مرسته نيول شوي دي . د افغانستان د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت داسې مهال د کورنيو او بهرنيو قاچاق وړونکو د بند خبره کوي چې اوس هم د دغه هېواد له پولو او نورو لارو بهرنيو هېوادونو ته د نشه يې توکو قاچاق په پراخه کچه دوام لري . د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي پر ١٣٠٠ قاچاق وړونکو ثابته شوې چې د نشه يې توکو په قاچاق کې لاس لري او ترڅنگ يې په بېلابېلو هېوادونو کې هم ٢٥ په سلو کې د نشه يې توکو نړيوال قاچاق وړونکي نيول شوي دي . د دغه وزارت د وياند زلمي افضلي په وينا د دغو قا چاق وړونکو دوسيې له درېيو کلونو څېړنې وروسته بشپړې شوې او له ١٥نه تر ٢٠ کالو بند پورې محکوم شوي دي :
'' پلچرخي زندان کې تاسو وگورئ چې په دې وروستيو کې پر زياتو کسانو ان د پوليسو په جامو کې له ١٥ نه تر ٢٠ کالو پورې بند اوښتې دى، پر دوى ټولو ٩٠ په سلو کې ثابته شوې چې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري . په نړيواله کچه ٢٥ په سلو کې په دې کاميابه شوي يو چې په سويلي آسيا کې د قاچاق وړونکو کړۍ له منځه يوسو .'' د دغه وزارت چارواکي زياتوي چې دغه قاچاق وړونکي د انټرپول، امريکا او گاونډيوهېوادونو د پوليسو په مرسته نيول شوي دي . چارواکي له نورو هېوادونو هم غواړي چې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو په نيولو کې له دوى سره همکاري وکړي . د دې تر څنگ د امريکا د لويې څارنوالۍ د مخدره توکو د څانگې مشران هم کابل ته راغلي چې د ښاغلى افضلي په وينا دغه وزارت ورته ځينې وړانديزونه او ستونزې هم په ډاگه کړي دي .
په دغو وړانديزونو کې د بودېجې زياتوالى ، د افغانستان په پولو کې د ايکسرې او نورو پرمختتلي وسايلو او ماشينونو لگول ، د نشه يې توکو په وړاندى مبارزې لپاره دپوليسو پياوړي کول او روزل هغو ولايتونو ته چې د کوکناو کر يې صفر شوى هغوى ته د ډېرو پيسو مرسته او داسې نور شامل دي . چارواکي وايي امريکا ورسره په دغو برخو کې د مرستو ژمنه کړې چې درې مياشتې وروسته به يې عملي کړي . د افغانستان د مخدره توکو په وړاندى د مبارزې وزارت وايي که څه هم دغه وزارت له ډېرو ستونزو او ننگونو سره مخا مخ دى خو پر دې توانېدلى چې د افغانستان له نيمايي زياته برخه د کوکنارو له کره پاکه کړي . د دغه وزار ت په وينا د دغه هېواد په ١٨ ولايتونو کې د کوکنارو کر صفر شوى او لسو نورو ولايتونو کې يې د کر کچه راټيټه شوى چې په کې کونړ ، بغلان ، بدخشان او داسې نور شامل دي . د افغانستان په ناامنو ولايتونو لکه کندهار ، هلمند ، ارزگان او داسې نورو کې لاتراوسه پورې د کوکنارو کر په پراخه کچه دوام لري . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||