|
ستاسو غږ : د افغان کډوالو ستونزې
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغان حکومت او د کډوالو لپاره د ملگرو ملتو د ( يو ن ايچ سى آر ) د ادارې له خوا کابل کې جوړ شوي نړيوال کانفرانس کې
د هغو ستونزو د هوارولو پر لارو چارو بحث او خبرې وشوي چې له کبله يې کډوال نه شي کولى چې خپلو اصلي سيمو کې ځاى په ځاى
شي .
د تېرو لسيزو د جگړو له کبله پاکستان ، ايران او د نړۍ نور و هېوداونو ته د کډه شويو افغانانو څخه تيرو شپږکلونو کې نژدې درې ميليونه يې بېرته هېواد ته ستانه شوي دي . خو د ملگرو ملتو د کډوالو د ادارې د رپوټونو پر بنسټ ، د بي امنيتۍ ، بي روزگارۍ او بي کورۍ له کبله يوشمير ستانه شوي دغه افغان کډوال په موقتي پنډغاړو کې ژوند کوي . په همدې حال کې په لسگونو زره نور افغانان بيا د ناقانونۍ ، زورواکۍ ، بي امنيتۍ او وچکالۍ له کبله کور دننه له خپلو کليو او بانډو څخه بيځايه شوي دي . دارنگه له افغانستان څخه راغلي يو شمير رپوټونه داهم وايي چې دغو ستونزو يو شمير افغانان اړ ايستلي چې بيرته پاکستان او ايران ته کډوال شي . تاسو هيواد ته د افغان کډوالو د بيرته ستنيدو د بهير د بېرته ښه کېدو او خپلو سيمو کې د هغوى د ځاى په ځاى کيدو په وړاندې کومې ستونزې وينئ او څه فکر کوئ چې دغه ستونزې څنگه هواريدلې شي . که په دې برخه کې کوم نظر او يا کومه پوښتنه لري ، نو سبا د پنجشنبې ماښامنۍ خپرونې ته په دې شميرې تيفلون وکړي . ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ pashto@bbc.co.uk د پروگرام وخت ، د پنجشنبې ماښام : د افغانستان پر وخت اوه بجې او دېرش دقيقې |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||