BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:19 گرينويچ 2008 ,20 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
بارکزى: په پسرلي کې به ټاکنې ستونزمنې وي
 

 
 
افغان ټولټاکنې
د ټاکنو کميسون ددارالانشا مرستيال ذکريا بارکزى وايي که ټاکنې د راتلونکي کال په پسرلي کې وشي له گڼو ستونزو سره به ملې وي.
افغان حکوت وايي سره له دې چې د ولسمشرۍ د ټاکنو وخت ټاکل د ټاکنو د خپلواک کميسون دنده ده، خو که انتخابات د اساسي قانون له وړاندوينې سره سم په راتلونکي پسرلي کې وشي ولسمشر حامد کرزى يې تائيدوي.

دغه خبرې وروسته له هغې کېږي چې د ولسي جرگې مشر وويل ښاغلي کرزي ورسره منلې چې ټاکنې به د راتلونکي کال په پسرلي کې کېږي، خو د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې دوى د راتلونکي کال تلې مياشت کې ټاکنو ته تيارى نىولى دى.

دغه کميسيون وايي چې د ولسشمرۍ ټاکنو ته لس مياشتې وخت پاتې دى. دا مهال د ولسمشرۍ ټاکنو د کره مهال په اړه د ولسي جرگې، ولسشمرۍ ماڼۍ او د ټاکنو کميسون په نظرونو کې توپير ليدل کېږي.

د ولسي جرگې مشر محمد يونس قانوني د چهارشنبې په ورځ(د نومبر ١٩ مه) جرگې ته وويل ولسمشر حامد کرزي ورسره منلي ده چې ټاکنې به د اساسي قانون له وړاندوينې سره سمې د راتلونکي کال په پسرلي کې وشي.

((له نيکه مرغه بايد درته ووايم چې ولسمشر ستاسو د پريکړې او اساسي قانون ملاتړ اعلان کړ او ويي ويل نه غواړم چې آن د يوې ورځې لپاره هم نا قانونه ولسمشر واوسم، په دې توگه يې هوکړه وکړه چې ټاکنې به له اساسي قانون سره سمې د غبرگولي له لومړۍ نيټې نه مخکې کيږي ځکه چې اساسي قانون د غبرگولي لومړۍ نيټه د ولسمشر د کار د پاى نيټه اعلان کړې ده))

خو د ولسمشر حامد کرزي وياند همايون حميد زاده دا نه وايي چې گواکې ولسمشر په خپل وخت د ټاکنو خبره کړې ده. نوموړې وايي چې وخت ټاکل د ټاکنو د خپلواک کميسون کار دى او دغه کميسيون چې کومه نيټهوټاکله ولسمشر ته د منلو وړ ده.

(( هغه څه چې ولسمشر ويلي دي دادي که له قانون سره سمې او د ټاکنو د کميسىون له پريکړې سره سمې ټاکنې هر مهال وشي، له غبرگولي مياشتې نه مخکې وي او که وروسته هغوئ ورته تيار دي، اساسي قانون دا واک د ټاکنو خپلواک کميسىون ته سپارلى دى، کميسون چې د قانون په رڼا کې هر وخت غوره وبولي ولسمشر ورته تيار دى.))

ها خوا د ټاکنو خپلواک کميسىون وايي چې د ولسمشر او ولسي جرگې له دې پريکړې نه دى خبر چې ټاکنې دې د راروان کال په پسرلي کې وشي.د ياد شوي کميسون ددارالانشا مرستيال ذکريا بارکزى وايي که ټاکنې د راتلونکي کال په پسرلي کې وشي له گڼو ستونزو سره به ملې وي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې په پسرلي کې به د ډيرو ولايتونو لارې د وارو له امله بندې وي او لوژيستيکي ستونزې به ټاکنې اغيزمنې کړي. د دغه کميسيون په وينا ولسمشر،د ملي شورا ددواړو جرگو مشرانو او ځينو جهادي مشرانو پريکړه کړې وه چې ټاکنې به د پسرلي پر ځاى په مني يانې تلې مياشت کې تر سره کيږي.

په هر حال که ټاکنې هر مهال وشي امنيتي ستونزې يې په لاره کې لوى خنډ بلل کيږي خو افغان او ناټو ځواکونه وايي هڅه کوي چې ټاکنې په يوه سوليز چاپيريال کې وشي.

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
ولسي جرگه : ټاکنې دې پر وخت وشي
16 اکتوبر, 2008 | خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت