BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 08:05 گرينويچ 2008 ,19 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
م.م: د افغانستان د ستونزو د هوارۍ لپاره ښه چانس
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی کای ايډه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ويلي چې په افغانستان کې بايد پر يوه
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کاى ايډه ويلي چې په امريکا کې د بارک اوباما په مشرۍ د نوي حکومت راتگ د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره يو نوى چانس رامنځ ته کوي .

نوموړي زياته کړې، چې د نوي امريکايۍ ادارې راتگ موږ ته يو موقع په لاس راکوي، چې پروسه لا نوره پياوړې او گړندۍ کړو او هېوادونه لا سره نژدې کړو، چې په افغانستان کې په پرانيستي لاس کار وکړي .

که څه هم د امريکا ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما چې دوې مياشتې وروسته به خپله چوکۍ ترلاسه کوي، ويلي چې له عراق څخه به امريکايي پوځيان راوباسي او پرځاى به يې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ډېر کړي .

خو د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کاى ايډه ويلي چې دا مهمه ده چې موږ يوازې پر پوځي اړخ ټينگار ونه کړو، بلکې د ده په وينا پر ټول اړخونو په برابره توگه پام وشي .

نوموړي ويلي د ځواکونو د ډېرولو اړتيا له دې کبله شته چې د افغانستان د ملي اردو او پوليسو ته روزنه ورکړي او د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره امنيت خوندي کړي .

د ناټو مشر ياپ دي هاپ شيفر
ښاغلي شيفر دا خبرې پرداسې مهال کړې، چې د ناټو غړي هېوادونو پر دې سره وېشلي دي، چې يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د جگړې پيټي ته په برابره توگه اوږه نه ورکوي .

خو ده زياته کړه، چې اساسي خبره د بيارغونې ده، او هغه هر اړخيز پلان عملې کول دي، چې د جون په مياشت کې د پاريس په کنفرانس کې سلا ورباندې راغلې وه .

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو تړون مشر ياپ دي هاپ شيفر له امريکا پرته پر نورو غړو هېوادونو غږ کړى چې افغانستان ته نور عسکر ولېږي چې د ده په وينا يو ځل ‎د ترهگرو په ځاله بدل نه شي .

ښاغلي شيفر دا خبرې پرداسې مهال کړې، چې د ناټو غړي هېوادونو پر دې سره وېشلي دي، چې يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د جگړې پيټي ته په برابره توگه اوږه نه ورکوي .

د دې ترڅنگ د امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې مشر اميرالبحر مايک مولن ويلي، دى پر دې کار کوي چې تر ممکنه حده ژر ترژره افغانستان ته نور امريکايي پوځيان ولېږي .

نوموړي زياته کړې، دى له دې کبله حيران شوى نه دى، چې وسله والو طالبانو د افغان حکومت د خبرو وړانديز رد کړ.

اميرالبحر مايک مولن
امير البحر مايک مولن وايي چې دی اوس پر داسې طرحه کار کوي، چې له مخې به يې افغانستان ته نور امريکايي پوځيان ولېږي

اميرالبحر مولن وويل چې خبرې بايد له پياوړي او له زورور دريځ څخه وشي او د ده په وينا دا مهال وسله وال طالبان په ښه دريځ کې دي .

امريکايي او افغان چارواکو په بيا بيا ويلي چې القاعده جنگياليو او وسله والو طالبانو د پاکستان په خوا کې خپل مرکزونه جوړ کړي دي .

له همدې کبله افغان ولسمشر حامد کرزي غوښتنه کړې، چې امنيتي ستونزې اوس يوه سيمه ييزه بڼه غوره کړې او له همدې کبله يې بايد د ټولې سيمې پر کچه چاره وشي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت