|
د کورنيوچارو وزارت: ناقانونه وسلې موږ ټولوو
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي سر له اوسه به د ټولو ناقانونه وسله والو ډلو نه د وسلو د راټولوچارې د دغه وزارت په غاړه
شي .
تر دې وړاندې د وسلو راټولونه د ډاياگ په نامه د يوې ادارې تر لارښوونې لاندې ترسره کېده، خو د کورنيو چارو د وزارت چارواکي هيله څرگندوي چې له دې وروسته به د وسلو د راټولولو بهير تر پخوا زيات گړندى شي . د افغانستان د کورنيو چارو وزارت تر هغې وروسته د بې وسلې کولو او د ناقانونه وسله والو ډلو د ړنگولو خبره کوي چې په دغه هېواد کې گڼ خلک د نا امنيو، شوکو، سړي تښتونې او غلا غديو نه تر پوزې رسېدلي دي . په گڼ شمېر کې خلک د دغو ناامنيو او شوکو لامل په پلازمېنه کابل او نورو سترو ښارونو کې د وسله والو ډلو شته والى گڼي، خو د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي چې له دې وروسته به د ناقانونه وسله والو ډلو نه د وسلو راټولولو بهير چټک او گړندى شي . تر دې وړاندې د ملگرو ملتونو يو لوړ پوړي چارواکي د ناقانونه وسله والو ډلو سره د يو شمېر دولتي چارواکو او د ملي شورا د ځينو غړو په تړاونو انديښنه ښودلې وه . د ملگرو ملتونو د سرمنشي د ځانگړي استازي مرستيال کرستوفر الکساندر ويلي ول تر هغې پورې چې ناقانونه وسله والې ډلې بې وسلې شوي نه وي ، نو په افغانستان کې د سولې او امن څرک نه شي لگېدلى دا رنگه د کورنيو چارو وزارت دا هم ويلي چې له دې وروسته به د ټولو خصوصي امنيتي کمپنيو چارې هم په سمه توگه څاري ، د ښاغلي بشري په وينا که چيرته کومه کمپنۍ له دغه امره سرغړونه کوي نو قانوني چلند به ورسره کيږي . د کورنيو چارو وزارت ته د ناقانونه وسله والو ډلو نه د وسلو د راټولونې او پر خصوصي امنيتي کمپنيو د څار د چارو سپارل به تر کومه بريده د سولې او امن په ټينگښت کې مرسته وکړي ؟ افغان امنيتي چارواکي يې په اړه ډېر هيله من ښکاري . د هغوى په باور د دغو چارو په تر سر کولو به په ډېرو ښارونو په تېره بيا په پلازمېنه کابل کې د شوکو، سړي تښتونې او وسله والو داړو مخه ونيوله شي . په افغانستان کې د وسله راټولولو بهير له ٢٠٠٥ کال راهيسته پيل شوى چې په ترڅ کې يې څه د پاسه ٤٠ زره سپکې او درنې وسلې له ناقانونه وسله والو ډلو ځينې راټولې شوي دي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||