 |
|
| د اوومې سټديو پروگرام هره جمعه په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي. |
ډاکتر خوشحال قريشي په ١٩٧٥ کال کې په ننگرهار کې زيږيدلى دى.
لمړنى زده کړې يې په پيښور بيا په افغان پوهنتون کې طب خلاص کړى دى. فعلا د نجم القرا په کلينک په ننگرهار کې د طبيب په توگه کار
کوي.
ښاغلي قريشي کاراته د پنځم ټولگي راپدې خوا پيل کړې، د کاراتې د تور کمربند د څلورم پړاو استاد دى.
لمړنى بهرنى لوبه يې په صوبه کې او په ١٩٩٩ کال کې ئې د کارتې آسيايي لوبې گټلي دي. او په ملي کچه پنځه ځلې ملې اتل پاتې
شوى دى.
ښاغلي قريشي د نيپال د فولادي انسان ، د سري لانکا لخوا د وسپنيز انسان، په پاکستان کې يې د کاراتې د اتل او د جاپان لخوا د
غښتلي انسان لقبونه گټلي دي.
د دې اوونۍ په اوومې سټډيو کې برخه واخلئ او د پروگرام پر مهال پر دې شمېره زنگ ووهئ ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ .
د پروگرام د نشر وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې.
د برېښنا ليک پته ده: pashto@bbc.co.uk
|