|
د ''ياهو'' مشر جيري يانگ له خپلې دندې لاس اخلي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ياهو شرکت اوسني مدير جيري يانگ په دغه شرکت کې د مالي ستونزو له رامنځ ته کېدو وروسته پرېکړه کړې چې خپله دنده پرېږدي .
جيري يانگ اعلان کړى، چې د ياهو شرکت له مديريت نه به لاس په سر شي . يانگ وروسته له هغه خپلې دندې پرېښودو ته اړايستل شو، چې د کارکوونکو له خوا پرې سختې نيوکې وشوې او په دغه شرکت کې په هر اکونټ کې د ونډو بيه لس ډالره ولوېده . جيري د روان کال په پيل کې دې ته ځان ټينگ کړى و، چې د مايکروسافټ شرکت به د ياهو شرکت د هر اکونټ په مقابل کې ٣٣ ډالره ورکوي او ياهو به د مايکروسافت اړوند کړي .
يانگ د ياهو شرکت کارکوونکو ته وويل دى په دې لټه کې دى، چې د ياهو شرکت لپاره يو مناسب مدير ومومي . خو بي بي سي ته دا خبر هم رارسېدلى چې ښاغلي يانگ تېره مياشت د استعفا ورکولو تابيا لرله، خو لا تراوسه يې د ځايناستي نوم نه دى په ډاگه شوى . د ياهو شرکت وايي چې د دغه شرکت او له بهرنيو هغو کسانو سره يې خبرې اترې پيل کړې، چې د شرکت د مديريت لپاره يې وړانديزونه کړي دي. د ياهو شرکت مرکزي دفتر د کاليفورنيا په ساني والي کې دى .
ښاغلي يانگ په روانه مياشت کې د سن فرانسيسکو په ښار کې د وېب ٢ کنفرانس گډونوال ته وويل چې مايکروسافټ غواړي چې د ياهو شرکت خپل کړي، دا يوۀ ښه نظريه ده، که چېرې يې په ښه بيه وپېري، هرڅوک چې دا شرکت پېري موږ هرکلى ورته وايو . د تېرې دوشنبې په ورځ د ياهو شرکت د هر اکونټ ونډه لس اعشاريه ٦٣ ډالره وه، په دې مانا چې د ياهو شرکت ټول ټال بيه تر ١٤.٧ ميليون ډالرو نه اوړي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||