|
پر افغانستان د امريکا د اقتصادي حالت اغېزه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان ده او د جي شل بډايو هېوادونو غونډه چې موخه يې د دې نړيوال څپڅانده
اقتصادي حالت غم خوړل و، په واشنګټن کې د شنبې په ورځ پای ته ورسېده .
د ځينو په ګومان چې افغانستان بېله د بهرنۍ مرستي څخه نه شي ودانېدای. په داسي حال کې چې د امريکا د متحده ايالاتو هېواد د نړۍ د بډايو هېوادونو څخه ګڼل کېږي خو نن يې اقتصاد پرپخواني حالت نه دی . نو د افغانستان پر ودانولو به يې اغېزه څه وي؟ دا او ځينې ورته پوښتنې مې له افغان اقتصادپوه پروفيسر جاويد نوابي څخه چې د نيويارک د ښار په کيوني کالج کې د اقتصاد او ټولنپوهنې استاذ دی وکړې خو ښاغلی نوابي د امريکا د اقتصاد راتلونکی اوس هم تاريکه نه بولي. دی وايي امريکا اوس هم په اقتصادي لحاظ ډېر زورور او قادر هېواد دی چې د نړۍ د اقتصاد په سلو کې ٢٥ جوړوي. د پروفيسر نوابي په قول که له يوې خوا د امريکا نظامي او نور لګښتونه د برتانيا او نورو پخوانيو امپراتوريو څخه لږ دي نو له بل پلوه هغه اقتصادي پوهه چې اوس يې امريکا لري د ژور اقتصادي بحران په زمانه کې يې نه درلوده. ځکه نو دی وايي چې امريکا اوس هم دومره شتمني لري چې د نويو تګلارو په وضع کولو د دې څپڅپانده اقتصادي حالت څخه اسانه را ووزي. نو امريکا چې د افغانستان په اقتصادي او سياسي مسايلو کې ښکېل ده څنګه به بې اغېزې ځنې پاته شي. پروفيسر نوابي وايي د مرستندويو ټولنو پر تمويلوونکو ادارو يې شايد اغېزه وشي خو پروفيسر نوابي د افغانستان په ودانولو کې د کرنيز نظام پر سمولو په ټينګار وړانديز کوي او وايي دا چې افغانستان په سلو کی ٨٠ پر کرنه ټېک لري نو بايد ودانول يې د امريکا يوازېنی لومړيتوب وي . دی وايي دلته زما موخه يوازې دکرنې په باب د کرنيزو پټيو څخه نه ده. زه يې ټوله کرنيزه اډاڼه ښيم لکه د اوبو لګولو نظام د لويو لارو نظام اوداسې نور. ښاغلی نوابي وايي چې هېڅ ټولنه تر اوسه د صنعت د بهير پړاو ته نه ده رسېدلې ځکه تل يې لومړی کرنيز پړاو تېر کړی بيا يې د صنعت پر لور ګام اخيستی دی. پروفيسر نوابي د افغانستان دکرنيز نظام سمول تر ټولو د پام وړمسله بولي چي دی وايي بايد لومړيتوب ورکړل شي. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||