BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:47 گرينويچ 2008 ,18 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
''د درسي کتابونوستونزه په يوه کال کې حل کېږي''
 

 
 
فاروق وردګ
د پوهنې وزير فاروق وردګ د ١٣ نويو ښوونځيو د جوړولو د تړون د لاسليکولو پر مهال زياته کړه چې د دغه ښوونځيو په جوړېدو سره به له ٣٠ زرو زياتو زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره شي .
نن (سه شنبه، د نومبر ١٨) په يوې خبري غونډه کې د پوهنې وزير فاروق وردگ وويل په راتلونکي کال کې به د دغه وزارت لخوا له ٦٠ ميليونو زيات درسي کتابونه چاپ شي چې د زده کوونکو اړتياوې به پوره کړي .

اوس مهال د افغانستان په ناامنو سيمو کې له ٦٠٠ ډېر ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي .

د افغانستان د پوهنې وزارت داسې مهال د کتابونو د چاپ خبره کوي چې زيات شمېر زد ه کوونکي د درسي کتابونو له نشتوالي او د مسلکي ښوونکو له کموالي شکايت کوي .

د دى تر څنگ د دغه هېواد په ډېرو سيمو کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى هم د زده کوونکو لپاره لويه ستونزه بلل کېږي .

د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردگ وايي د روان کال په ترڅ کې به د دغه وزارت لخوا له ٦٠ ميليونو زيات کتابونه چاپ شي .

د ښاغلي وردگ په وينا د راتلونکي کال تر پايه پورې به د زده کوونکو ستونزې د کتابونو د کموالي له اړخه هوارې شي :

درسي کتاب
ټاکل شوې وه چې د روان کال په ترڅ کې په دغه هېواد کې ١٦٠٠ ښوونځي جوړ شي، خو د پوهنې د وزير په وينا تراوسه پورې د دې شمېرې له نيمايي زيات ښوونځيو د جوړولو کار پيل شوى.

'' د لومړنيو ښوونځيو نصاب له اوله تر شپږم ټولگي پورې بشپړ شوى، تاسو پوهېږئ چې سږ کال ٦١ ميليونه کتابونه چاپېږي او د وېشلو په حال کې دي . له ٧ نه تر نهمو ټولگيو پورې نصاب د روان کال تر پايه پورې بشپړېږي او د لسمو او دوولسمو ټولگيو به د راتلونکي کال ترپايه پورې بشپړ شي او هر زده کوونکي ته به کتاب ورسېږي .'' ‎

د دې تر څنگ د پوهنې وزير د ١٣ نويو ښوونځيو د جوړولو د تړون د لاسليکولو پر مهال زياته کړه چې د دغه ښوونځيو په جوړېدو سره به له ٣٠ زرو زياتو زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره شي .

دغه نوي ښوونځي به د افغانستان په شپږو ولايتونو لکه کندهار، پکتيا، غزني او داسې نورو کې جوړ شي .

ټاکل شوې وه چې د روان کال په ترڅ کې په دغه هېواد کې ١٦٠٠ ښوونځي جوړ شي، خو د پوهنې د وزير په وينا تراوسه پورې د دې شمېرې له نيمايي زيات ښوونځيو د جوړولو کار پيل شوى او هڅه کوي چې د سږ کال تر پايه پورې د نورو ښوونځيو د جوړولو تړونونه هم لاسليک کړي .

اوس مهال نژدى ٧٠٠ ښوونځي په افغانستان کې تړل شوي چې د پوهنې د وزارت په وينا زيات شمېر دغه ښوونځي د افغانستان په ناامنو ولايتونو کندهار، ارزگان، هلمند او زابل کې تړل شوي دي .

 افغان ولسمشر حامد کرزي او د پوهنې وزير له کورنيو غوښتنه کړې د هغو ډلو پر وړاندې چې د زده کوونکو د زده کړې خنډ گرځي مبارزه وکړي او خپلې نجونې ښوونځيو ته ولېږي .
 

دغه وزارت په پام کې لري چې د قامي مشرانو په مرسته په ناامنو ولايتونو کې تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانيزي .

خو په دى وروستيو کې په کندهار ولايت کې پر زده کوونکو نجونو د تيزابو شيندل د کورنيو اندېښنې نورې هم زياتې کړې دي .

افغان ولسمشر حامد کرزي او د پوهنې وزير له کورنيو غوښتنه کړې د هغو ډلو پر وړاندې چې د زده کوونکو د زده کړې خنډ گرځي مبارزه وکړي او خپلې نجونې ښوونځيو ته ولېږي .

که څه هم په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې يو لړ پرمختگونه شوي او اوس مهال نژدې٧ ميليونه زده کوونکي ښوونځيو ته ځي خو د ډېرو خلکو په وينا د زده کړو کيفيت ته دومره پاملرنه نه ده شوې.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت