BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:42 گرينويچ 2008 ,18 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د مصر نامتو ليکوال صلاح الدين حافظ ومړ
 

 
 
د صلاح الدين حافظ له ليکنو څخه
صلاح الدين حافظ ټول ټال ١٥ کتابونه ليکلي چې وروستى يې د '' د سياست تحريم او د ژورنالېزم محکوميت '' دى .
د مصر يو نامتو ليکوال او ژورنالېست او د عرب ژورنالېستانو د ټولنې مشر صلاح الدين حافظ د مصر په قاهره کې د ٧٠ کلونو په عمر ومړ .

د مصر رسمي خبري اژانس 'الشرق الاوسط' ويلي چې ارواښار حافظ د تېرې يکشنبې په ورځ په خپل کور کې، پرته له دې چې د مړينې لامل يې روښانه شي، ومړ .

ارواښار صلاح الدين حافظ د خپل ادبي او ژورناليستيکي ژوند په شپو ورځو کې ١٥ کتابونه ليکلي، چې وروستى يې د '' د سياست تحريم او د ژورنالېزم محکوميت '' دى، چې ډېرى برخه يې په مصر کې د ازاديو په نشتوالي راڅرخېږي .

وروستي کتاب

صلاح الدين حافظ د خپل وروستي کتاب په مقدمه کې ليکلي: '' ژورنالېزم په خپل جوهر کې له سياست سره بوخت وي، او سياست هم له ژورنالېزم سره غاړه غړۍ وي، په دې مانا چې ژورنالېستان اړ دي چې په سياست پوه او سياستوال ترېنه جوړ شي، او سياستوال هم ناچاره دي چې له ژورنالېزم نه ليرې پاتې نه شي. ''

ارواښاد حافظ په ١٩٦٠ کال کې د قاهرې پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې د ژورنالېزم له څانگې فارغ شوى چې بيا وروسته د الاهرام ورځپانې د تحرير له پلاوي سره يوځاى شو په الاهرام کې يې د مرگ تر ورځې د تحرير د مدير په توگه دنده ترسره کړه .

صلاح الدين حافظ په خپل ټول ژوند کې د ازاد سياست خاوند و او له عامه ازاديو، سياسي حريتونو او د وينا له ازادۍ يې تل دفاع کوله .

ده د تېرې پېړۍ په اويايمه لسيزه کې د بشري حقونو د عربي ټولنې په تاسيس کې هم ونډه لرله .

صلاح الدين حافظ په ١٩٣٨ کال کې په مصر کې زيږېدلى او د 'خبرونو او مرستې ' په موسسه کې يې تر ١٩٦٥ کاله کار کړى چې بيا وروسته د الاهرام له بهير سره يوځاى او د تېرې يکشنبې په ورځ په خپل کور کې ومړ .

تېر کال صلاح الدين حافظ په مصر کې د ژورنالېزم په برخه کې تشويقي جايزه هم ترلاسه کړه .

ده له مړينې څه موده وړاندې د مصر په الاهرام ورځپاڼه کې د '' موږ او اوباما ... ايا دى بدلون راولي او که موږ بدلېږو؟ '' تر سرليک لاندې يوۀ مقاله خپره کړه، چې په کې راغلي: '' بارک اوباما د امريکا ٢٠٠٨ کال د ټاکنو په وروستۍ ورځ (د نومبر څلورمه ) د دغه هېواد د تاريخ پاڼه واړوله، دا داسې ورځ وه، چې په تاريخ کې په لويو ټکو وليکل شوه، داسې ورځ چې سپينې ماڼۍ ته د لومړي ځل لپاره تورپوستى ولسمشر په ټاکنو کې بريالى شو . ''

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت