BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 08:03 گرينويچ 2008 ,18 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
له ماشومانو څخه د ناوړه گټې اخيستود مخنيوي نړيواله ورځ
 

 
 
افغان ماشومان
د ماشومانو د حقونو کنوينسون، د افغانستان اساسي قانون او د دغه هېواد د کار او ټولنيزو چارو وزارت تگلاره ټول په يوه توگه څرگندوي چې ماشومان بايد له کاره وژغورل شي،
سبا ته (د نومبر١٩، د لړم ٢٩) به د نړۍ په ١٣٥ هېوادونو کې حکومتونه او سلگونه مدني ټولنې له ماشومانو څخه د ناسمې گټې اخستنې د مخنيوي نړيواله ورځ ولمانځي .

نړيوالې شميرې ښيي چې دا مهال په نړۍ کې ٣٥٢ ميليونه داسې ماشومان په سپکو او درنو کارونو بوخت دي چې عمرونه يې تر ١٨ کلونو ښکته دي له دې ټولگې څخه ١٠٠ ميليونه ماشومان پر سړکونو کار کوي .

افغانستان هم يو له هغو هېوادونو څخه دى چې د بېلابېلو لاملونو له کبله يې گڼ ماشومان په راز راز کارونو بوخت دي دغه ماشومان له کومو ستونزو سره مخامخ دي او او د هوارولو لپاره يې کومې اسانتياوې په لاس کې دي .

په افغانستان کې ماشومان له داسې ډېرو ستونزو سره لاس او گرېوان دي چې د ناوړه گټې اخستنې مانا لري، په کوچنيو عمرونو کې د نجونو او هلکانو ودول، جنسي تېري، بې سرپرستي، او د امنيت له پلوه نه خونديتوب يادولاى شو خو ډېر گواښونه کارگرو ماشومانو ته مخامخ دي .

د دغه هېواد کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نور مومند وايي چې دا مهال په هرو سلو ماشومانو کې ٣١ يې په سپکو او درنو کارونو بوخت دي چې دا هم د افغانستان د قوانينو له مخه د ناسمې گټې اخستنې مانا لري .

افغان ماشومان
په افغانستان کې ماشومان له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي او ډېری يې د زده کړې له نعمت نه بې برخې دي.

د ماشومانو د حقونو کنوينسون، د افغانستان اساسي قانون او د دغه هېواد د کار او ټولنيزو چارو وزارت تگلاره ټول په يوه توگه څرگندوي چې ماشومان بايد له کاره وژغورل شي، خو دافغانستان د کار قانون په دې برخه کې اقتصادي ستونزې په پام کې نيولي دي او ټينگار يې کړى دى چې ١٥ کلن ماشومان سپک کارونه کولاى شي خو د عمل په ډگر کې د افغانستان ډېر ماشومان داسې کارونه کوي چې درانه يې بللى شو.

د کابل په شاه شهيد سيمه کې د لوى سړک تر څنگه د گاډو جوړولو سراى دى، دلته هم گڼ ماشومان په کار بوخت دي، د دغو ماشومانو جامې او بدنونه داسې تور شوي دي چې خپل رنگ يې نه پېژندل کېږي، په دې ماشومانو کې يو جمشيد نومېږي چې ځان يې يو لس کلن باله له ده سره به خبرې وکړو.

جمشيد له خپلې بدمرغۍ سره يوه نېک مرغي هم لري او هغه دا چې د خپل پلار په ورکشاپ کې کار کوي، ډېر ماشومان چې په لارو کوڅو کې کارونه کوي، د ډاډگېرنې لپاره يې ورسره مشران نه وي، دغه ماشومان له راز راز ټولنيزو نادودو سره مخامخېږي د کابل د نوي ښار پارک هغه ځاى دي چې ماشومان ورته د لوبو او بوختياو لپاره راځي خو دلته زارا هم ليدل کيږي هغه دومره وړه ده چې لا هم د طوطيانو په څېرخوږې خبرې کوي، نوموړې وايي چې رټل کيږي .

دا ماشومه تر کار وروسته اشياني ته ځي اشيانه هغه افغاني ټولنه ده چې د سړک د غاړې ماشومانو ته زده کړه ورکوي، حرفې ورښيي ، ښوونځيو ته يې ورپيژني او له ميندو پلرونو سره يې مرستې کوي،زه هم له زارا سره دغه مرکز ته لاړم هلته مې د ټولنې له مشر انجنير محمد يوسف نه پوښتنه وکړه چې ايا په رښتيا سره د سړک د غاړې ماشومان د ټولنې له ناوړه چلند سره مخامخ دي ،نوموړى يو گام پر مخ لاړ او څرگنده يې کړه که دغه ماشومان له کوره بهر نادودي اوري په کورنيو کې هم ورسره وړ چلند نه کيږي .

 د نړيوالو شمېرو له مخه په هندوستان کې شل ميلونه په برازيل کې ٧ ميلونه په پاکستان کې شاوخوا ١٥ ميلونه او په مکزيک کې ١٠ ميلونه ماشومان په راز راز کارونو بوخت دي افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې دى چې ډير ماشومان يې راز راز کارونه تر سره کوي .
 

دلته په اشيانه کې گڼې نجونې او هلکان ليدل کيږي څوک انځورگري کوي، څوک لوبې کوي ،څوک کمپيوټرونو ته ناست دي او څوک پر ليک لوست بوخت دي،ددې هر څه له ليدو همدا ښکاري چې دا ماشومان هم لکه د بل هر ماشوم په څير وړتياوې لري .

دلته ماشومان د موسيقۍ زده کړه هم کوي .

خو دا نه ده څرگنده چې دا ماشومان به تر کومه له خوښيو ډکې سندرې وايي ځکه چې اشيانې سږکال هېڅ راز مرستې نه دي تر لاسه کړي او د خپلو شاگردانو شمېره يې له لسو زرو نه ٤ نيم زرو ته راښکته کړې ده، خو ياده دې وي چې سربېره پر اشيانې ځينې نورې ټولنې هم شته چې له بې وزليو ماشومانو سره مرستې کوي.

پوښتنه داده چې ولې په دومره لوى شمير کې افغان ماشومان کار ته اړ شوي دي د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نور مومند وايي چې د خلکو اقتصادي ستونزې ډيرې دي، وچکالي ده بله دا چې ډير شمېر کډوال راستانه شوي دي .

که د کارگرو ماشومانو د شميرى د ډيريدو لاملونه هر څه وي خو دا يوه لويه ستونزه ده،د اشيانې مشر انجينير محمد يوسف وايي چې دغه ماشومان چې ډير يې بې سر پرسته دي په ډېرې اسانۍ سره د هغو جنايي ډلو لاسونو ته لوېدى شي چې له ماشومانو نه ناوړه گټه پورته کوي .

ښاغلى يوسف وايي د انديښنې ځاى دا دې چې له يوې ډډې ماشومان له خپلو ځانونو دفاع نه شي کولاى،بله دا چې ددغو تنکيو ماشومانو ذهنونو پوره انکشاف نه وي کړى چې له دې کبله د گواښونو او خطرونو په اړه اندازه نه شي کولاى نو ځکه له دغه راز ناوړو پيښو سره مخامخيږي.

افغان ماشومان
يونيسيف يانې د ماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو د ملاتړ صندق هم وايي چې د افغانستان د ماشومانو د ژوندانه د ښه کولو په موخه گڼ پروگرامونه پر مخ بيايي چې يو يې د ماشومانو د ساتلو او ژغورلو پروگرام دى

د نړيوالو شمېرو له مخه په هندوستان کې شل ميلونه په برازيل کې ٧ ميلونه په پاکستان کې شاوخوا ١٥ ميلونه او په مکزيک کې ١٠ ميلونه ماشومان په راز راز کارونو بوخت دي افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې دى چې ډير ماشومان يې راز راز کارونه تر سره کوي .

پوښتنه پيدا کيږي چې حکومت او نړيوالې ټولنې د افغانستان د کارگرو ماشومانو د ژغورلو لپاره څه کړي دي،د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نور مومند وايي دوى د هغو ٢٣ ډولو ماشومانو د ژغورلو لپاره تگلاره جوړه کړې ده چې له گواښونو سره لاس او گريوان دي،نوموړى وايي بې وزلي،بې سرپرسته او کارگر ماشومان هم له همدې ډلې څخه دي د نوموړي په وينا د هغو ماشومانو ملاتړ به هم کوي چې ميندې پلرونه يې په نشو روږدي دي،له ښاغلي مومند نه مې پوښتنه وکړه چې دوى په کومه توگه ددغو ماشومانو ملاتړ کوي .

يونيسيف يانې د ماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو د ملاتړ صندق هم وايي چې د افغانستان د ماشومانو د ژوندانه د ښه کولو په موخه گڼ پروگرامونه پر مخ بيايي چې يو يې د ماشومانو د ساتلو او ژغورلو پروگرام دى ددغه پروگرام مشر عبد السميع هاشمي وايي چې دا مهال په ٢٦ ولايتونو کې دغه راز چارې تر سره کوي .

د خير ښيگڼې ځينې نورې ټولنې هم شته چې له ماشومانو او په ځانگړي ډول د سړکونو او کوڅو له ماشومانو سره مرستې کوي مخکې مو د اشيانې يادونه وکړه ددغې ټولنې له مشر انجينر محمد يوسف نه به واورو چې دوى په دې برخه کې څه کوي .

په کندهار کې په تيزابو سوځول شوې نجونې او ښوونکې په روغتون کې
سربېره پر دې د افغانستان په سويلي ولايتونو کې يو شمېر ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي، او په کندهار کې پر زده کونکو نجونو د تيزاب شيندلو پېښه هم لا په رسنيو کې تازه ده.

د افغانستان ماشومان نورې هم ډيرې ستونزې لري،جنسي تيري پرې کيږي چې دې چارې د عامو افغانانو قهر او غوسه يې راپارولې ده،يو شمير نور بيا سوال ته لاسونه غځوي ،داسې ماشومان هم شته چې ميندې او پلرونه يې د خير غوښتلو لپاره وسيله گرځوي ،بله خوا يو شمير ماشومان په زندانونو کې له خپلو ميندو سره شپې ورځې تېروي .

سربېره پر دې د افغانستان په سويلي ولايتونو کې يو شمېر ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي، او په کندهار کې پر زده کونکو نجونو د تيزاب شيندلو پېښه هم لا په رسنيو کې تازه ده.

که دا ټولې ستونزې په پام کې وي نو ويلاى شو چې ستونزې ډېرې او اسانتياوې لږې دي.حکومتي چارواکي او د خير ښېگڼې ټولنې وايي چې نړيوال بايد په دې برخه کې لا ډيرې مرستې وکړي او ښايي خبره يې پر ځاى وي ځکه چې:

ماشومان که د مشرق که د مغرب دي
د ژړا او د خندا انداز يې يو دى

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت