|
افغان تنکيو کريکټ لوبغاړو لومړۍ لوبه وبايلله
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په تايلنډ کې د اسيا د اوو هيوادونو ترمنځ د ١٧ کلنو کريکټ لوبغاړو سيالۍ د افغان تنکۍ لوبډلې په ماتې پيل شوې .
افغانستان په نننۍ ( دوشنبه د نومبر ١٧ ) لوبه کې پچه وگټله او د عمان پياوړې لوبډلې ته يې لومړى د منډو جوړولو بلنه ورکړه . دغه پريکړه په دې سمه ښکاريده چې افغان بالرانو د عمان ټوله لوبډله يوازې په ١١١ منډو وسوځوله . د افغانستان له خوا ځدراڼ د شپږو منړو په بدل کې او دانش د ٢١ منډو په ورکړه درې درې لوبغاړي وسوځول . د عمان هانور ٤١ منډې وکړې خو دى په ٢ او ١٣ منډو يو ځل په منډه کې له سوځيدو روغ پاتې شو او بل ځل يې کيچ ولويد . د ١١٢ منډو هدف ظاهرآ اسانه ښکاريدۀ خو د افغانستان ١٧ کلنو لوبغاړو د خپل مشر ټيم په څير په منډو کې ښه وړتيا ونه ښوده . د افغانستان ټوله لوبډله يوازې په ٩٠ منډو وسوځيده او په دې ډول عمان دغه لوبه په ٢١ منډو وگټله . که څه هم کپتان افضل خان په اوو بالونو ١٧ منډې وکړې چې يو شپږ او دوه څلور پکې و خو نوره لوبډله ټينگه نه شوه . د افغانستان بالران که تيز و او که ورو دواړه يې ښه وځليدل . حيرانونکې خبره دا ده چې د افغانستان د ١٥ کلنو له لوبډلې چې تير کال لوبيدلې وه په دغو سياليو کې يو لوبغاړى هم نه و . تر سياليو وړاندې لا ويل کيدل چې عمان ښايي د افغانستان لپاره تر ټولو لوى سيال وي . د افغانستان دويمه لوبه سبا د سه شنبې په ورځ له ماينمار سره ده . دغې لوبډلې بيا نن له ايران څخه لويه ماتې وخوړه . ايران لومړى مندې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې په ٢٠٤ منډو وسوځيدل او په ځواب کې د ماينمار لوبډله په ١٠٧ منډو پر ځاى کښېناسته . افغانستان بايد خپلې وروستۍ دوې لوبې وگټې چې نيمه پايلوبو يا سيمي فاينل ته لار ومومي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
د ١٧ کلنو کريکټ سياليو ته افغان لوبډله روانيږي13 نومبر, 2008 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||