|
افغان حکومت وايي د حج پروازونه به گړندي کړي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت وايي سعودي عربستان ته د تلونکو حاجيانو د لېږد بهير به گړندى او د دوو اوونيو په ترڅ کې به ټول حاجيان عربستان ته
ولېږدول شي .
د افغان حاجيانو د لېږدونې پروسه د هغه نوي تړون له مخې ترسره کېږې چې د 'سما' په نامه د سعودي عربستان له يوه هوايي شرکت سره لاسليک شوى دى . چارواکي وايي له دغه شرکت سره يې د تړون ټول کارونه بشپړ کړي او د سعودي حکومت ورته د دغه شرکت ضمانت کړى دى . د افغانستان د ترانسپورټ وزارت وايي په لومړي سر کې به د کابل په گډون د يوشمېر سويل او لويديځو ولايتونو حاجيان سعودي ته ولېږدول شي . د دغه وزارت سرپرست محمد عمر ذاخيلوال ټټر وواهه چې د افغان حاجيانو د انتقال دغه پروسه به په برياليتوب سره پاى ته ورسوي. د ښاغلي ذاخيلوال په وينا د حاجيانو د انتقال په دغه بهېر کې به له يو شمېر افغان شرکتونو څخه هم مرسته واخيستل شي . وړاندې د افغان حاجيانو د لېږدونې تړون له يو شمېر نورو بهرنيو هوايي شرکتونو سره لاسليک شوى و چې افغان حکومت دغه تړون مات کړ. افغان ولسمشر حامد کرزي په ظاهر ډول د افغان حاجيانو د لېږدونې په بهېر کې د پڅوالي او يو شمېر هغو فعاليتونو له امله چې ده مشکوک بلل، تېره اونۍ د ترانسپورت وزېر له دندې گوښه کړ . له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې نژدې هر کال سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د لېږد رالېږد بهير له خنډ او ځنډ سره مخامخ کېږي . پرووسږ کال افغان حاجيانو له سعودي عربستان څخه د بېرته را ستنېدنې د ځنډ له امله دغلته احتجاجونه وکړل . په همدې حال کې له تېرو شاوخوا څلورو ورځو راهيسې يو شمېرحاجيان سعودي ته د خپل سفر د ځنډ له کبله د کابل د عيدگاه جومات مخې ته د احتجاج په ډول را ټولېږي . دى . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||