|
طالبانو د سولې خبرې رد کړې
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
طالبان وايي د افغان ولسمشر حامد کرزي د سولې د وړانديز د دوی لپاره د منلو وړ نه دی . ذبيح الله مجاهد وويل تر هغه به خبرې
ونه کړي چې بهرني سرتېري په افغانستان کې وي .
حامد کرزي تېره ورځ (يکشنبه، د نومبر ١٦) د طالبانو پر مشر غږ وکړ که سولې ته تيارى وښيي نو د خونديتوب ضمانت به يې وکړي . طالبانو وړاندې هم دغه ډول وړانديزونه رد کړي او ويلي دي چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به خبرې وکړي . بي بي سي ته د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې د ولسمشر حامدکرزي لخوا د سولې د خبرو اترو د وړانديز په اړه د دوی ځواب منفی دی . ښاغلي کرزي د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته په دې شرط د خونديتوب د ضمانت خبره وکړه چې که د سولې خبرو ته چمتو وي. طالبان وايي د دوی مشر د افغانستان په د ننه کې خوندي دی او د بل چا خونديتوب ته اړتيا نه لري . تر دې وړاندې هم وسله والو طالبانو د خبرو اترو د وړانديز په اړه له ٢٤ تر ٤٨ ساعتونو وروسته منفي ځواب ورکړى .
له طالبانو سره د خبرو اترو د اړتيا او پيل په اړه په دې وروستيو کې دافغانستان په دننه او د دغه هيواد د بهرنيو ملاتړو لخوا پام زيات شوى . طالبانو وړاندي هم د سولې د خبرو اترو پيل لپاره د بهرنيو ځواکونو د وتلو شرط وړاندې کړي . خو ولسمشر کرزي د خپلو مخالفينو لخوا د خبرو اترو د پيل په وړاندې د هر ډول شرط وړاندې کول رد کړل او په ډاگه يې وويل چې بهرني ځواکونه دا مهال دافغانستان لپاره په گټه دي او که بهر شي دهغه په باور افغانستان به بيا د گاونډيو د لاس وهنو ښکار شي. تر اوسه ددواړو غاړو لخوا دپه ډاگه شويو نظرونو او وړانديزونو څخه داسې ښکارې چې د سولې د خبرو اترو د پيل لپاره ددواړو خواوو ترمنځ واټن زيات دى ،او له اوسنيو دريځونو څخه ډير شنونکي داسې تمه نه کوي چې په نژدې مهال کې دي طالبان دغه ډول خبرو ته چمتو شي . خو افغان ولسمشر وايي په هره بيه چې دافغانستان د سولې لپاره به هڅه وکړي ، خو ددې په خوا کې په دې هم ټينگار کوي چې يوازې له هغو مخالفينو سره خبرو ته چمتو دى چې دافغانستان اساسي قانون ومني او شرطونه وړاندې نه کړي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||