BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:16 گرينويچ 2008 ,17 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
پاکستان د خيبر درې غرنۍ لاره بيا پرانيستله
 
د خيبر دره
په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو ته ډېر اکمالات يا توکي په بېړيو کې د پاکستان د کراچۍ بندر او بيا له هغه ځايه د بلوچستان د چمن او يا د سرحد د خيبر درې له لارې افغانستان ته د ننه کېږي .
پا کستان په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لپاره د سونگ او خوراکي توکو د لېږد لپاره د خيبر درې غرنۍ لاره بيا پرانيستله .

يوه پا کستاني چارواکي ويلي چې تر سلو زيات سرتېري له خيبر درې د دغو ټانکرونو د خوندي تېرېدو ساتنه کوي .

پر دې سر بېره يو شمېر نور سرتېري د لويي لارې د امنيت لپاره گمارل شوي دي .

حکومت په موقتي توگه تېره اوونۍ له هغه وروسته چې د بهرنيو ځواکونو ١٢موټرونه په دغه سيمه کې ولوټل شول په دغه لاره افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته د وړونکو توکو د لاريو تلل بند کړل .

په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو ته ډېر اکمالات يا توکي په بېړيو کې د پاکستان د کراچۍ بندر او بيا له هغه ځايه د بلوچستان د چمن او يا د سرحد د خيبر درې له لارې افغانستان ته د ننه کېږي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت