|
له عراقه د امريکايي پوځيانو د وتلو تړون
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د عراق د حکومت وياند علي الدباغ وايي له امريکا سره نوي پوځي تړون په دغه هېواد کې د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدو لپاره وروستۍ
او مشخصه نېټه ټاکي، چې تر ٢٠١١ کال پورې په بشپړه توگه له عراقه ووزي .
د امريکا سپينې ماڼۍ له خوا د دغه تړون هرکلى شوى، تړون به اوس د عراق پارلمان ته د تصويب لپاره وړاندې شي . ښاغلي الدباغ ويلي ټولې عراقۍ خواوې پوهېدلې، چې د دغه تړون تصويب څومره ارزښت لري او کابينې هم د رايو په غوڅ اکثريت ومانۀ : '' ټولو وزيرانو کولاى شواى چې تړون ته د ' (هو) يا (نه) رايه ورکړي. فکر کوم چې ټولو ته خپل مسووليت روښانه و او دغه مسووليت يې پرځاى کړ، دا موږ ته خورا ارزښت لري او ملي بڼه لري، ټولو ډلو او خواوو خپلو مسووليتونو ته په پام سره دغه کار کړى دى . '' امريکايي ځواکونه د عراق د حکومت تر کنټرول لاندې ښاغلي الدباغ وويل په دې تړون سره امريکايي ځواکونه د عراق د حکومت تر کنټرول لاندې راځي او په دې ډول به دغو ځواکونو ته د ملگرو ملتونو له خوا د ورکړل شوي واک ځاى ونيسي چې موده يې د روان ٢٠٠٨ کال په پاى کې بشپړېږي .
په تړون له عراقي ښارونو نه د امريکايي ځواکونو ته د بشپړې وتنې لپاره شپږ مياشتې وخت ټاکل شوى، خو اجازه ورکړل شوې ده، چې د هېواد په نورو برخو کې د ٢٠١١ کال تر پايه پاتې شي . د تړون عراقي ملاتړي وايي چې په دې سره به حکومت پر امريکايي ځواکونو لا ډېر واک ومومي او مرسته به ورکړي، چې د تېرو ١٨ مياشتو امنيتي برياوې خوندي شي . خو اوس به دغه تړون د تصويب لپاره د عراق پارلمان ته استول کېږي چې ځينو ډلو د هغه د مخېکنيو طرحو د مخالفت کړى و .
مقتدی الصدر شوی تړون رد کړ
د نوې طرحې مخالفين هم کم نه دي، او د اورپکې شيعي ډلې ملا مقتدى الصدر لا اوس هغه رد کړى دى . ښاغلي الصدر د يوې وينا په خپرولو سره له وکيلانو وغوښتل چې تړون رد کړي :
'' زۀ په دې ډول يو ځل بيا د عراق له پارلمانه غواړم، چې دا تړون بې له ځنډه رد کړي، ځکه چې هدف يې د عراق او د هغه د ولس پلورل دي، لکه هسې چې د نورو اسلامي هېوادونو خاورې مخکې پلورل شوې وې. '' خو حکومتي وياند علي الدباغ وايي چې د تړون بڼه به دا ځل بل ډول وي او وايي که تړون دا ځل هم رد شي امريکايي چارواکو گواښنه کړې، چې د ملگرو ملتونو له خوا د ورکړي واک تر پاى ته رسېدو وروسته به خپل ټول عمليات بندوي . خو دا لا روښانه نه ده، چې ايا عراقي ځواکونه به د دې وس ولري، چې امريکايان تر خپل کنټرول لاندې راولي او که نه، د امريکايانو هيله به دا وي، چې خپل ځواکونه پړاو په پړاو له عراق نه وباسي پرته له دې چې د کړکېچ کچه يې د دوو مخکېنيو کلونو کچې ته ورسېږي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
د عراق د تړون په اړه رابرټ گېټس زړۀ نازړۀ دى22 اکتوبر, 2008 | نړۍ
استراليا: له عراق نه خپل پوځيان وباسو02 جون, 2008 | خبرونه
اوباما، کلينټن: له عراقه دې پوځيان وايستل شي09 اپريل, 2008 | نړۍ
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||