BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:18 گرينويچ 2008 ,16 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
''اسلام پالو د سوماليا ډېرى خاوره نيولې ده''
 
د سومال ولسمشر عبدالله يوسف احمد
د سوماليا ولسمشر وويل چې د ياغيانو پښې تر پلازمېنې پورې را اوږدې شوې دي .
د سوماليا ولسمشر ويلي اسلام پالو د دغه هېواد ډېرى خاوره لاندې کړې او که يې پلازمېنې ته لاس ورسېږي، هغه څه به وکړي، چې زړۀ يې غواړي .

د سوماليا ولسمشر ټوله پړه په تېرو کلونو کې د انتقالي حکومت پر کمزورتيا ور واچوله .

ولسمشر په نايروبي کې د سومال ځينو استازو ته د وينا پرمهال وويل د نوي حکومت د تشکيلېدو هڅې روانې دي، خو لا هم د ولسمشر او لومړي وزير ترمنځ خلافات مخ پر ډېرېدو دي .

د اسلام پالو وسله والو د 'ځوانانو' ډلې د تېرې شنبې په ورځ د سومال يو بل ښارگوټى هم تر خپلې ولکې لاندې راوست او د دغه هېواد په سويل لوېديځه برخه کې يې پر نيول شويو سيمو خپله ولکه ټينگه کړه .

له مگاديشو نه ١٨٠ کيلومتره ليرې د پارواو ښار اوسېدونکو خبر ورکړى، چې حکومتي ځواکونو د وسله والو له راتگ وړاندې له ښاره پښې سپکې کړې .

د ځوانانو د ډلې وسله والو تېره اوونۍ هم پر ساحلي ښار مرکا بريد کړى و، په دغه ښار کې يو هوايي ډگر هم شته .

د ځوانانو دغه ډله، چې د امريکا له خوا يې د ترهگرو په تور لېست کې هم نوم ليکل شوى، د سومال پر جنوبي سيمه (برمته) ولکه لري او اوسمهال پلازمېنې ته هم نژدې شوې ده .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت