BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:54 گرينويچ 2008 ,16 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
لبنان او سوريه د ترهگرۍ ضد گډه ډله جوړوي
 
بشار الاسد او سليمان
دواړو خواوو په يوۀ گډه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د جوړې شوې ډلې دنده به د پولې پر اوږدو د ترهگريزو فعاليتونو کنټرولول، او له ترهگرۍ سره مبارزه او پر پوله د گډو ځواکونو ځاى پرځاى کول وي .

د لبنان د اطلاعاتو وزير طارق متري اعلان وکړ، چې دغه ډله به د راتلونکو درېيو مياشتو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د گډې پولې پر واک کنټرول خپل کړي .

د تېر اگست په مياشت کې د دواړوه هېوادونو ترمنځ ديپلوماتيکي اړيکو له پيلېدا راهيسته دا وروستى گام دى، چې د دغو دواړو هېوادونو په گډه هڅه اخيستل کېږي .

د لبنان د بهرنيو چارو وزير زياد بارود له خپل سوري سيال بسام عبدالمجيد سره په خپل لومړي ليده کاته کې دا پرېکړه وکړه .

دواړو خواوو په يوۀ گډه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د جوړې شوې ډلې دنده به د پولې پر اوږدو د ترهگريزو فعاليتونو کنټرولول، او له ترهگرۍ سره مبارزه او پر پوله د گډو ځواکونو ځاى پرځاى کول وي .

په ٢٠٠٥ کال کې په بيروت کې د لبنان د پخواني لومړي وزير رفيق الحريري له وژل کېدو وروسته دا لومړۍ هڅه ده، چې د دواړو هېوادونو له خوا په کار اچول کېږي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت