|
په کندهار کې ښوونځيو ته د نجونو ورتګ کم شوی
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ولسي جرگه کې د کندهار ولايت ځينې استازي او يو شمېرخبريالان وايي په دغه ولايت کې د وروستۍ پېښې له کبله چې
پر زده کوونکو نجونو تيزاب شيندل شوي وه ښوونځيو ته د نجونو ورتگ کم شوى او ان تر دې چې د نجونو يو شمېر ښوونځي تش پاتې دي .
په همدې حال کې د کندهار ولايت د معارف چارواکي دا خبره نه مني او وايي چې ښوونځيو ته د نجونو ورتگ د پخوا په شان دوام لري او وروستۍ پېښې پرې ناوړه اغېز نه دى شيندلى . په کندهار ولايت کې يو شمېر زده کوونکي نجونې او کورنۍ يې وايي وروستۍ پېښې چې پر زده کوونکو نجونو د نا پيژندل شويو وسله والو کسانو لخوا تيزاب وشيندل شول اندېښمن کړي دي . د دغه ولايت يو شمېر زده کوونکې نجونې وايي دې ته زړۀ نه ښه کوي چې ښوونځيو ته ولاړې شي او د دې ترڅنگ يو شمېر ښوونځيو ته د نجونو ورتگ هم کم شوى دى : '' زما نوم وږمه دى او د زرغونې انا د لېسې د نهم ټولگي زده کوونکې يم، نن ښوونځي ته يوازې يو څو نجونې راغلې او ډېرې يې نه دي راغلي، تر اتم ټولگي پورې يو څو نجونې راغلي نورې نه دي راغلي، دا زما په نظر په ښوونکو او زده کوونکو به ډېر ناوړه اغېز وکړي .زما نوم گلالۍ دى او د کندهارولايت د منځني ښوونځي زده کوونکې يم . زه اوس په کور کې ناسته يم او زړۀ نازړۀ يم چې ښوونځي ته ولاړه شم که نه ؟ زړۀ مې نه غواړي او وېرېږم کورنۍ مې هم راته اجازه نه راکوي او ډېره وېرېدلې ده .''
'' په کندهار کې نجونې ښوونځيو ته ځي ''
خو په همدى حال کې د کندهار ولايت د معارف چارواکي وايي وروستۍ پېښې ښوونځيو ته د نجونو په ورتگ ناوړه اغېز نه دى کړى او په دغه ولايت کې د پخوا په شان نجونې ښوونځيو ته د زده کړو په موخه روانې دي . د دغه ولايت د معارف رياست مرستيال نجيب الله بي بي سي ته وويل چې ښوونځيو ته د ځينو نجونو د نه ورتگ لاملونه کورني مسايل دي : '' په کندهار ولايت کې د ښوونې بهير نارمل دى او کومه ستونزه نشته، دا ځينې نجونې چې ناسوبه دي د ځينو کورنيو ستونزو له کبله نه دي راغلي .'' د افغانستان ولسي جرگې هم په کندهار ولايت کې پر زده کوونکو نجونو د تيزاب شيندنه په کلکه غندلې او له امنيتي اړوندو ارگانونو يې غوښتي چې د دغې پېښې د عاملينو د محکمې په اړه جدي اقدام وکړي : '' د افغانستان ولسي جرگه دغه عمل په کلکه غندي او په دى اړه خپله کرکه ښيي . همدرانگه د حکومتي اړوندو ارگانونو ته دنده ورکول کېږي کې ددغې پېښې د عاملينو د محکمې په اړه جدي اقدام وکړي .'' د دې تر څنگ کورنيو او نړيوالو ټولنو هم د کندهار ولايت وروستۍ پېښه په کلکه غندلې ده .
د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسف او د امريکا د دفاع وزارت هم دغه عمل غندلى دى . يونيسف وايي په افغانستان کې د نجونو پر ښوونځيو د بريدونو زياتوالي اندېښمن کړى او د امريکا د دفاع وزارت پر نجونو تيزاب شيندنه ناځوانمردانه عمل بللى . د کندهار ولايت د معارف د چارواکو په وينا که څه هم په دغه ولايت کې ناامني زياته شوې، خو اوس هم ٢٧ زره نجونې د زده کړو په موخه ښوونځيو ته ځي . د افغانستان په ناامنو ولايتونو کې اوس هم هغه نجونې چې ښوونځيو ځي له ډېرو ستونزو او گواښونو سره مخامخې دي . د افغانستان د پوهنې وزارت په وينا د دغه هېواد په نا امنو سيمو کې ٦٠٠ ښوونځي تړل شوي چې له امله يې درى سوه زره زده کوونکي له زده کړو وروسته پاتې دي . د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسف په وينا په روان کال کې پر ښوونځيو ٢٥٦ بريدونه شوي چې له کبله يې ٥٨ تنه مړه او ٤٦ نور ټپيان شوي دي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||