BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:57 گرينويچ 2008 ,15 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
'' د حقوقو وېشنه '' كتاب چاپ شو
 
د حقوقو وېشنه
دغه کتاب په ٩٢ مخونو کې چاپ شوی دی .
دا د كابل پوهنتون د استاد پوهندوى نصرالله ستانكزي ليكلی اثر دى چې په ٩٢ مخونو كې چاپ شوى دى.

په دغه كتاب كې افاقي حقوق، ملي حقوق، عامه حقوق، ځانګړي حقوقي، نړيوال حقوق، عندي يا ذاتي حقوق او ... باندې بحث شوی دی.

دغه کتاب د حقوقو پوهنځي د محصلينو او هغه چا لپاره چې غواړي د حقوقو په اړه معلومات تر لاسه کړي يو ګټور او اغېزمن کتاب دی.

پوهندوى نصرالله ستانكزی له تېرو اتلسو كلونو را پدېخوا د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي كې د خصوصي حقونو د ډپارټمنټ د علمي كدر غړي او اوس د نوموړي ډپارټمنټ امر دى.

دغه کتاب اوسمهال د هېواد په ځينو کتاب پلورنځيو کې ترلاسه کېږي، او د پښتنو محصلينو، په ځانگړي ډول د حقوقو د پوهنځي لپاره يو گټور کتاب دى .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت