|
په واشنګټن کې د نړيوال مالي کړکېچ سرمشريزه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ټاکل شوې د نړۍ د شلو پرمختلوو او پرمختيايي هېوادونو ولسمشران، پاچاهان او لومړي وزيران نن شنبه (د نومبر ١٥، د لړم ٢٥) په واشنگټن
کې د ولسمشر بوش په بلنه سره جگره شي او د نړۍ پر روان اقتصادي کړکېچ وغږېږي.
په واشنگټن کې نن تر دغې نړيوالې غونډې وړاندې جورج بوش وويل چې وړاندې به ستونزې نورې هم زياتې شي. غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې د يورو غړي اروپايي هېوادونه او هانگ کانگ عملآ له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دي او اقتصادي يې په شا روان دى . برتانيا او امريکا هم دغه حالت ته ورنېژدې شوي دي . ښايي دغه غونډه د هسې يوۀ بهير پيلامه شي، چې په اقتصادي نظام کې لا ډېر کنټرول ته لار پرانيزي .دا په تېرو نهو کلونو کې لومړى ځل دى، چې دغه هېوادونه له اقتصادي رکود سره مخامخ کېږي .
د غونډې ځينې گډونوال او په ځانگړې ډول د فرانسې ولسمشر نيکولا ساغکوزي د کنټرول د لا ټينگولو غوښتنه وکړه . ولسمشر بوش د اصلاحاتو نظريه مني، خو په اقتصاد کې د ډېر کنټرول په اړه محتاط دى، د ولسمشر بوش وياندې دانا پېرينو گواښنه وکړه، چې له دې غونډې نه دې د سملاسي حل هيله نه کېږي : '' فکر کوم هغه هدفونه چې موږ دې غونډې ته ټاکلي د ستونزو د موندلو او پر هغو اقداماتو د موافقې له پلوه پياوړي دي، چې لا له وړاندې پيل شوي دي . کله چې د اقتصادي اصولو پرمختگ وڅېړل شي، بيا به د کاري ډلې نه غوښتنه کېږي، چې بېرته ولاړ شي او په خپلو هېوادونو او حکومتونو کې له مالي سلاکارانو سره وغږېږي . '' د برتانيا لومړي وزير گورډن براون هم د نړيوال مالي کړکېچ په اړه خپل وړانديزونه چمتوکړي او د واشينگټن په غونډه کې د خبرو پرمهال وويل له هغو خلکو سره د مرستې کولو پلوى دى، چې عوايد يې لږ دي . د واشنگټن دغې سرمشريزې ته د امريکا نوى ټاکل شوى ولسمشر نه ورځي، چې د ډېرو دا د هغه په بري شکونه ور اچوي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||