BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:48 گرينويچ 2008 ,15 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د هند فضايي سپوږمکۍ سپوږمۍ ته رسېدلې ده
 
هندوستان فضا ته سپوږمکۍ توغولې
شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د هندوستان اندرا په ولايت د ساټيچ له پوځي مرکزه هم هندوستان يو فضايي ازمويښت کړى و، چې اوسمهال يې فضايي سپوږمکۍ د سپوږمۍ شاوخوا چورلېږي .
د هندوستان دغه سپوږمکۍ به په خپل فضايي ماموريت کې يو لړ علمي څېړنې هم وکړې .

د هندسپوږمکۍ، چې د دغه هېواد پر بيرغ پوښل شوې وه، د هند د فضايي څېړونکو په ونيا د تېرې جمعې په ماخوستن د سپوږمکۍ ته رسېدلې ده .

د چندريان ١ دغه هندي فضايي سپوږمکۍ به د دوو کلونو لپاره په څېړنه بوخته وي . او هلته به د کنگل شويو اوبو په اړه هم څېړنه وکړي .

همدارنگه دغه سپوږمکۍ به د هيليم ٣ په نامه غازو ته هم ځان ورسوي، چې دا ډول غاز د ځمکې د کرې پر سر ډېر لږ موندل کېږي او په راتلونکي کې د انرژۍ يو لويه سرچينه بلل شوى دى .

دغه سپوږمکۍ، چې ٧٨ ميليون ډالر لگښت پرې راغلى، ٣٠ کيلوگرامه وزن لري، فضا ته له رسېدو وروسته به د هندوستان د فضايي څېړنو مرکز ته درې گوټيزه عکسونه ولېږي .

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د هندوستان اندرا په ولايت د ساټيچ له پوځي مرکزه هم هندوستان يو فضايي ازمويښت کړى و، چې اوسمهال يې فضايي سپوږمکۍ د سپوږمۍ شاوخوا چورلېږي .

د هندوستان د فضايي انرژۍ مشر مادهافان ناير ويلي چې سپوږمکۍ کې تر اوسه بريالۍ پر مخ ځي، او زياته کړې چې هېواد يې نيت لري، چې په ٢٠١٢ کال کې به يوۀ بله سپوږمکۍ هم فضا ته ولېږي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت