BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:41 گرينويچ 2008 ,15 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د شکرې د وبا په اړه نړيواله گواښنه
 
د شکرې ناروغۍ کنټرول
د ځينو شمېرو له مخه دا مهال په نړۍ کې ٢٣٠ ميلونه خلک په دغه ناروغۍ اخته دي او اټکل کېږي چې څو کاله وروسته به دغه شمېره ٣٦٠ ميلونو ته پورته شي.
اټکل دى، چې د ساري په توگه په هند کې شاوخوا ١٠٠ ميليونه وگړي د شکرې په ناروغۍ اخته دي، چې په ټوله نړۍ کې د دغو رنځونو درېيمه برخه جوړوي.

دغه ناروغي تر ډېره په پرمختللو هېوادونو کې زياته ليدل کېږي .

دغه شمېرې تېره ورځ د شکرې د نړيوالې ورځې په تړاو خپرې شوې دي .

د روغتيا د نړيوالې ټولنې د شکرې د ناروغۍ د څانگې مشرې گويکا روغگليچ بي بي سي ته وويل چې په هند کې د دغې ناروغۍ د پراختيا يو علت د خلکو د ژوندانه د بڼې اوښتل دي :

'' د ژوندانه بڼه په چټکۍ سره مخ پر اوښتو ده، او هغه څه چې په لوېديځه نړۍ کې د ٥٠ کلونو په ترڅ کې پېښ شوي، خو په پرمختيايي هېوادونو کې يوازې لس او يا ١٥ کاله نيسي. د بېلگې په ډول د هند په مدراس ايالت کې گورو چې وگړي يې په سلو کې ٧٠ د شکرې ناروغۍ نښې لري. ''

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت