BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت:
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
سي اى اې: القاعده ټول لوېديځ ته لوى گواښ دى
 

 
 
سي اى اې
د امريکا د څارگرې ادارې مشر جنرال مايک هيډن وويل چې القاعدې يوۀ سوق الجيشي ماته هغه ده کله چې عراقيانو د دې ډلې د ملاتړ څخه لاس واخيست.
د امريکا د څارگرې ادارې مشر جنرال مايک هيډن په واشينګټن کې په خپله وينا کې دا خبره وکړه چې د القاعدې سره جګړه لا نه ده ختمه شوې او پرمخ ځي .

د اوسامه بن لادن ټينګول يې د سي. آی. اې د لوړو لومړيتوبونو څخه وبلل .

د ښاغلي هيډن په قول په قبايلي سيمو کې د القاعدې مرکز هغه ځاله ده چې يوازېنی او تر ټولو د پام وړ مرکز دی چې د ده په خبره لوېديځ ته د ګواښ بشپړه وړتيا لري.

ده وويل نن هر ګواښ د همدې قبايلي سيمو څخه راپېښ دی .

ده څرګنده کړه چې د پاکستان لښکرو القاعده په تېر يوۀ کال کې په قبايلي سيمو کې ښه ډېره ځپلې او خوږ کړې ده .

جنرال هيډن وويل چې يوازې په يوۀ کال کې د دغه ډلي ګڼ شمېر مشرانو په قبايلي سيمو کې پناه اخيستې او دلته وژل شوي دي .

بارک اوباما
جنرال هيډن په دې باب کومه تبصره ونه کړه چې کله د ميلادي کال په لومړۍ مياشت د امريکا نوی ولسمشر بارک اوباما واک تر لاسه کوي نو دی به پر خپل دغه مقام پاته شي او که څنګه .

ښاغلي هيډن دا هم وويل چې د ده په خبره د القاعدې يوۀ سوق الجيشي ماته هغه ده کله چې عراقيانو د دې ډلې د ملاتړ څخه لاس واخيست.

بله ماته يې د ده په خبره د دوی هغه بنسټپال ملګري ول چې عربستان په خپل هېواد کې مات کړل .

ښاغلي هيډن دا خبره په ټينګار وکړه چې سعودي چارواکي دې ډلي ته د اسلامي ډلي په سترګه نه ګوري .

جنران هيډن په پای کې وويل چې د امريکا د څارګرې ادارې شپه او ورځ پر ځان يوۀ کړې چې دا ډله ماته کړي او د ده په خبره امريکا له خطر څخه وساتي .

جنرال هيډن په دې باب کومه تبصره ونه کړه چې کله د ميلادي کال په لومړۍ مياشت د امريکا نوی ولسمشر بارک اوباما واک تر لاسه کوي نو دی به پر خپل دغه مقام پاته شي او که څنګه .

وايي چې نوی ولسمشر به د امريکا د څارګرې ادارې د ټولو څانګو مشران بدل کړي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت