|
د فرانسوي پوځيانو پر کاروان چاودنه شوې
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کابل سوېل ته په ميدان وردگو ولايت کې چارواکي وايي چې د شنبې ورځې له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې د فرانسوي سرتېرو کاروان
باندې د سړک غاړې يو بم وچاودېده.
د دغه ولايت د والي وياند آدم خان سيرت ويلي چې چاودنې زيان اړولى خو کره شمېره يې نه ده مالومه، خو د قاري منصور په نامه يو تن چې ځان د اسلامي حزب وياند معرفي کوي وايي چې بريد دوى کړى او له امله يې لس تنه فرانسوي سرتېري وژل شوي دي. په افغانستان کې مېشتو سوله ساتو ځواکونو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي. پېښه د سيداباد ولسوالۍ حسن خېلو سيمې ته څېرمه شوې ده. بلخوا ائتلافي ځواکونه وايي چې لس تنه افغان او بهرني طالبان يې په پکتيا ولايت کې وژلي دي. ائتلافي پوځونو په پکتيا ولايت کې وژل شوي کسان د طالب قوماندان جلال الدين حقاني د ډلې خلک بللي او ويلي يې دي چې په منځ کې يې يو شمېر بهرنيان هم موجود وو. په هغې خبرپاڼه کې چې د ائتلافي ځواکونو لخوا خپره شوې وژل شوي کسان د ځانمرگو او بمي بريدونو تنظيموونکي بلل شوي دي. ائتلاف خبر ورکوي چې ياد شوي کسان يې په ځدراڼو ولسوالۍ کې په هغو عملياتو کې وژلي چې د بمونو او ترهگرو ډلو د تالا ترغۍ کولو په نيت پيل شوي وو. ددې ترڅنگ ائتلاف وايي چې په دغې سيمه کې يې د درنو وسلو يوه زېرمه هم له منځه وړې ده. د کنړ ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې هم چارواکو ادعا کړې چې د کورنيو او ائتلاف سرتېرو په عملياتو کې څلور طالبان وژل شوي او د يوه قوماندان په گډون يې درې تنه نور ټپيان شوي دي. د سيمې ولسوال زلمي يوسفزي ويلي چې ددې ترڅنگ په عملياتو کې د يوه طالب قوماندان دوه کورونه هم سوځول شوي دي. طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي. هاخوا په سوېل ختيځ ولايت خوست کې پوليسو ويلي چې يو ځانمرگى بريد کوونکى يې له بريد نه وړاندې وژلى دى. ددغه ولايت امنيه قوماندان عبدالقىوم باقي زوى وويل چې ياد شوي کس غوښتل د دوېمې حوزې پر ساتونکو د لاسي بم له بريد وروسته حوزې ته ننوځي چې پوليسو په نښه کړ. د هغه په وينا په پېښه کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى، خو طالبانو ادعا کړې چې څو تنه پوليس يې مړه او ټپيان کړي دي. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||