|
ايتلاف: د ننگرهار ځانمرگي نهه تنه وژلي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ننگرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې نن سهار شاوخوا اته بجې(پنجشنبه) د ايتلافي ځواکونو پر کاروان دغه شوي ځانمرگي بريد کې
تر ډېره ولسي خلکو مرگ ژوبله اوښتې ده .
د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه وايي په دغه بريد کې د يو امريکايي سرتيري په گډون شاوخوا نهه تنه وژل شوي او تر اويا ډېر نور ژوبل شوي دي . بريد کوونکي خپل د چاوديدونکو ډک گاډى د څاريو په يو دوديز بازار کې د ايتلافي سرتيرو پر کاروان والوزاوه . د ننگرهار دعامې روغتيا چارواکو بي بي سي ته وويل چې، تر ٤٠ ډېر ټپيان ور وستل شوي دي . سمييز چارواکي دا هم وايي چې ،ډېر شمېر نور ژوبل شوي کسان د شينوارو ولسوالۍ روغتون ته رسول شوي دي . د عيني شاهدانو په وينا ځانمرگي ايتلافي کتار هغه مهال په نښه کړ چې،د څاريود دوديزې ميلې له سيمې نه په تېريدو و . که څه هم تر دې دمه ايتلافي ځواکونو لا دخپلي مرک ژوبلې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي خو،يو عيني شاهد صفي الله د بي بي سي پښتو ويپاڼې ته وويل چې،په بريد کې د دغو ځواکونو دوه ټانگونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي . د دغه عيني شاهد په وينا ايتلافي سرتېرو خپل قربانيان د چورلکو په مټ د بريد له ځايه ولېږدول . په همدې ترڅ کې د ملا شکور په نامه يوتن چې ځان يې بي بي سي ته د وسله والو طالبانو د يوې جبهمې وياند وپيژاند ادعا کړه چې،بريد د دوى ملگري کړى او په وينا تر شاوخوا ١٥ بهرني سرتيري ور وژلي دي . ښاغلي شکور دغه راز د ايتلاف د دريو شوبلو د ويجاړولو ادعا هم وکړه . د بټي کوټ ولسوالۍ د جلال اباد تورخم پر لويه لاره پرته ده چې ډېرى ځانمرگي بريدونه د همدغه سړک په اوږدو کي شوي دي . تېر کال هم پر همدغه سړک د ايتلافي ځواکونو پر کتار ورته بريد وشو چې،دغو ځواکونو بيا پر ولسي خلکو ډزې و کړي چې، په پايله کې لسگونه ولسي خلک مړه او ژوبل شول |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||