|
د ١٧ کلنو کريکټ سياليو ته افغان لوبډله روانيږي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ١٧ کلنو تنکيو لوبغاړو کريکټ لوبډله د جمعې په ورځ ( د نومبر ١٤ ) له کابله تايليند ته روانيدونکې ده .
په دغه لوبډله کې ټول ټال ١٤ لوبغاړي او د ملي لوبډلې د روزونکي کبير خان په گډون درې مسوولين پکې شامل دي . کبير خان چې په اوړي کې د افغانستان د ملي لوبډلې د روزنکي په توگه دنده پيل کړه بي بي سي پښتو ويبپانې ته وويل چې د ١٧ کلنو لوبغاړو څخه دې افغانان ډيره هيله نه کوي . کبير خان وويل افغانستان په تيرو کلونو کې د پنځلس کلنو او اوولس کلنو لوبغاړو په سياليو کې که څه هم گډون کړى و خو د لوبغاړو د دقيق عمر نشتوالي ورته ستونزې پيدا کړې وې . افغانستان دوه ځله د تنکيو لوبغاړو له سياليو هغه مهال وايستل شو چې په لوبډله کې يې لږ تر لږه څلور داسې لوبغاړي وموندل شول چې عمرونه يې ظاهرآ له ټاکلي حده اوښتي و . افغان کريکټ فدراسيون استدلال کاوه چې په افغانستان کې د لوبغاړو د دقيق عمر معلومول گران دي او د کريکت اسيايي شورا چې کوم طبي معاينات کوي هغه هم سل په سله کې سم نه دي . ځينو نورو هيوادونو هم شکايت لارۀ . د کبير خان په وينا دا ځل افغان کريکټ فدراسيون ډير واړۀ لوبغاړي غوره کړي چې بيا هم د عمر د ډيريدا تور پرې ونه لگيږي . که چيرې بيا هم افغان لوبغاړي د عمر د ډيريدا له امله له سياليو وايستل شول نو د تنکيو لوبغاړو په لوبډلو يې ښايي پنځه کلن بنديز ولگيږي . کبير خان بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې د کمکيو لوبغاړو په شته والي کې او د نورو لوبډلو له حالته ناخبري دا اټکل گرانوي چې افغانستان به څومره وځليږي . په دغو سياليو کې افغانستان په اې گروپ کې دى چې ورسره ايران ، مايمار او عمان سيالۍ ته ولاړ دي . ايران او مايمار کمزورې لوبډلې گڼل کيږي خو د عمان ملي لوبډله د اسيا د دويم کتار په لوبډلو کې يوه له پياوړو ياديږي. د دغو سياليو په بي گروپ کې چين ، مالديف او تايلينډ يو بل ته مخامخ دي . له هر گروپ څخه به دوه لوبډلې نيمه پايلوبو يا سيمي فاينلز ته لار مومي . دغه لوبې د نومبر له ١٧ نيټې پيليدونکې دي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||