BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:26 گرينويچ 2008 ,12 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د کندهار چاودنې شپږ و‌ژلي ٤٢ ټپيان کړي
 
په کندهار کې د پخوانۍ چاودنې عکس
په چاودنه کې د و‌ژل شويو او ټپيانو دقيقه شمېره نه ده په ډاګه شوې.
نن غرمه مهال د کندهار په ښار کې يوۀ زوروره چاودنه وشوه، چې د دغه ولايت د والي په وينا په کې شپږ کسان وژل شوي او شاوخوا ٤٢ نور ټپيان شوي دي .

جنرال رحمت الله روفي له غرمې وروسته په يوۀ خبري ناسته کې ويلي چې د ټانکر په وسيله دغه ځانمرگى بريد شوى دى .

ښاغلى روفي وايي چې په پېښه کې يوۀ مېرمن، دوه ولسي وگړي، د ملي امنيت يو کارکوونکى او دوه پوليس وژل شوي دي .

د کندهار والي د ٤٢ نورو کسانو د ټپي کېدو خبره هم کوي .

رپوټونه وايي چاودنه د ملي امنيت او ولايت شورا ودانيو ته څېرمه شوې، او د ولايتي شورا د غړو د ټپي کېدا خبر هم ورکړل شوى .

د پېښې له ځايه د پوليسو يوه افسر، چې د نامۀ له اخيستو يې ډډه کړې، ويلي چې چاودنه ډېره زروروه وه، او غږ يې په ليرو ځايونو کې هم اورېدل شوى دى .

چاودنه داسې مهال شوې، چې د کندهار ولايتي شورا د احمد ولي کرزي په مشرۍ له ځايي چارواکو سره غونډه روانه وه .

عيني شاهدانو ويلي د شورا ودانۍ ته څېرمه يو موټر ودرېد او چاودنه رامنځ ته شوه .
په چادونه کې د کندهار د ولايتي شورا د ودانۍ ډېرى برخې ويجاړې شوې .

تر اوسه د چاودنې پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې، خو احمد ولي کرزي يې پړه پر وسله والو طالبو ور اچولې ده .

سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابند ده او نژدې څوک نه ور پرېږدي . او په چاودنه کې د وژل شويو او ټپيانو دقيقه شمېره نه ده په ډاگه شوې.

د تېر سپتمبر په مياشت کې په کندهار کې دوو ځانمرگو بريد کوونکو د کندهار د امنيه قوماندانۍ د ننه ځانونه وچوول، چې په پايله کې پنځه کسان ووژل شول او شاوخو ا٤٠ نور ټپيان شول .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت