|
' له قانون منونکو طالبانو سره دې خبرې وشي'
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا لومړۍ ځل دى چې د افغانستان ولسي جرگه له مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره د قانون د منلو شرط وړاندي کوي .
جرگې دارنگه له طالبانو سره د امن د سيمه ييزې جرگې لخوا د خبرو اترو د تر سره کېدو ملاتړ وکړ . خو د ولسمشر کرزي وياند وايي چې د روغې جوړې د خبرو په اړه له مشرانو سره سلامشوره تر سره کېږي . د افغانستان ولسي جرگې د خپلې چهارشنبې ټول بحث له مخالفو وسله والو سره د خبرو اترو څرنگوالي ته ځانگړى کړى وو . پرېکړه پردې وشوه چې له هغو وسله والو مخالفينو سره دې حکومت خبرې وکړي چې د افغانستان اساسي قانون مني، له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو د پيل په اړه په دې وروستيو کې بحثونه تاوده شوي دي . هره خوا هر ه سياسي کړۍ او گوند له خپله اړخه غواړي په دغه ميدان کې په يوه ډول خپل غږ او اندېښنه په ډاگه کړي، د ولسي جرگې په دننه کې هم ځينې په دې اندېښنه کې دي چې گواکې حکومت په پټه په دغه برخه کې منډې ترړې پيل کړې دي .
يو شمېر شنونکي وايي چې د خبرو اترو لپاره د شرطونو وړاندې کول د مذا کراتو د پيلېدو امکانات کموي . يو شمېروکيلانو دارنگه دامن د گډې جرگې د هغې پرېکړې په اړه هم اندېښنه لرله چې دوه اوونۍ وړاندې په اسلام اباد کې له طالبانو سره د خبرو په پيل ټينگار پکې وشو خو ټولو ومنله چې د دواړو هېوادونو گډه جرگه گۍ دې له خپلې خوا له وسله والو طالبانو سره خبرې ترسره کړي . خو د پوهنې وزير فاروق وردگ د امن د جرگگۍ لخوا هم ډاډ ورکړ چې د دغې جرگگۍ لخوا به د خبرو اترو پيلېدل هم د د افغانستان د ملي شورا په سلا مشوره کېږي . حکومتي چارواکي له خپلو وسله والو مخالفينو سره يې خبرې رواني دي . د ولسمشر کرزي وياند همايون حميد زاده وويل چې د خبرو دپيل په اصل خبرې کوي خو جزئيات يې په ډاگه نه کړل . په افغانستان کې مخ پر زياتېدونکې نا امنۍ په ډاگه کړه چې د دغه هېواد کشاله يوازې د خبرو اترو له لارې حل کېږي . ولسمشر کرزي ويلي که د طالبانو او اسلامي حزب مشر خبرو ته چمتو شي نو له بهرنيانو به يې وژغوري . خو طالبانو ويلي هغه مهال خبرو ته چمتو دي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه بهر شي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||